The news is by your side.

د روان زېږدیز کال لومړی ٦ میاشتو کې ٩٤٥ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او بریدونو پر زیاتېدنې په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

د بشر حقونو کمېسیون وایي د روان زېږدیز کال لومړۍ شپږ میاشتو کې ٥٣٣ ملکیان شهیدان شوي او او ٤١٢ تنه ټپیان شوي دي.

یاد کمېسیون دا راز وایي په کندهار ولایت کې د تېر ١٣٩٨ لمریز کال د وروستۍ میاشتې د روان ١٣٩٩ کال د شپږمې میاشتې تر وروستۍ نېټې د ٧ ښځو په ګډون ١٢٢ ملکیان شهیدان شوي او ٧٢ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې د بشر دوستۍ نړیوالو اصولو په رعایتولو سره د یاد بنسټ بیا ځلي غوښتنو ته چې د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی کم کړي، مثبت ځواب ورکړي.

یاد بنسټ هم دا راز له افغان حکومت غواړي چې د خلکو او په ځانګړې توګه، د مذهبي اقلیتونو، دیني عالمانو، د بشر حقونو مدافعینو او مدني فعالانو د امنیت ټینګښت ته عملي اقدامات وکړي.

دا په داسې مهال ده چې پرون (شنبه تلې ١٢مه) هم د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ مقام ته څېرمه موټر بم برید وشو او قربانیان یې ټول ملکیان ول.

په یاده چاودنه کې له شلو ډېر ملکیان شهیدان شول او له ٤٠ زیات ټپیان شول، په شهیدانو او ټپیانو کې د ښوونځيو او مدرسو زده کوونکي او ماشومان هم شامل دي، چې په کور دننه یې د خلکو ګڼ غبرګونونه راپورته کړي خو د یادې خونړۍ پېښې په تړاوحکومت ډېر پڅ غبرګون وښود.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.