The news is by your side.

نن د پلي تګ نړیواله ورځ وه؛ تاسې د ورځې څومره وخت پلی تګ کوﺉ؟

خبریال وېب پاڼه/ نن د پلي تګ نړیواله ورځ وه، هره ورځ پلی تګ د روغتیا او سلامتۍ لپاره اړین دی.

پلي تګ تاسې سره مرسته کوي، چې د مغزو په دننه کې د وینې شبکې فعالیت زیات شي او د مغز سلولونه فعال ساتي.

پلی تګ زړه سالم ساتي او پر زړه عمده اغېزې لري، لومړني انسانان چې تر ډېره ښکاریانوو، هره ورځ به یې له ٢٥-٢٧ کیلو مټرو پلی مزل کاوه، نو په همدې اساس پوهان باوري دي، چې د لومړنیو انسانانو زړونه سالم وو. پلی مزل کول، له کېناستلو او منفعل کېدو ډېر ګټور دی.

پلی مزل د خوړو په هضم کې مرسته کوي، همدارنګه د ذهني فشار د لېرې کېدو سره مرسته کوي، څېړونې ښیي چې د بدني فعالیتونو زیاتوالی د ذهني فشار له کمښت سره مستقیماً تړاو لري، هر څومره چې بدني فعالیت زیات وي او په پلاره پلی مزل زیات وشي په هماغه اندازه د ذهني فشار د کمښت او ترې د مخنیوي لامل کیږي.

پلی تګ د جېم او سپورتي کلبونو په پرتله په زیاته کچه د بدني ښکلا په جوړښت کې رول لري، پلی تګ د بدن د حالت ښه کېدو لپاره غوره دی، د زیات وخت لپاره کېناستل د بدن حالت ته بدلون ورکوي، خو پلی تګ بیا دا ستونزه حلوي.

اوس مهال په نړۍ کې پلی تګ یا مزل او یا قدم وهل د یو ګټور سپورت په توګه پېژندل کیږي اود نړۍ ډېره برخه وګړي یې د خپل ژوند په ورځینو فعالیتونو په پلان کې پلی تګ یا قدم وهل هم نیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.