The news is by your side.

خلیلزاد او د امریکا دفاع وزیر دوحې ته تللي؛ غني هم روانه اوونۍ ورځي

خبریال وېب پاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تاجکستان ته له سفر وروسته بېرته د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی او د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر هم دوحې تللی دی.

با خبره سرچینو خبریال وېب پاڼې ته ویلي، چې ولسمشر اشرف غني به هم روانه اوونۍ د سه شنبې پر ورځ د اکټوبر پر ٦مه نېټه دوحې ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي دا اوونۍ یو شمېر هېوادونو ته سفرونه ودرلودل او نن تاجکستان ته د افغان سولې پر سر د تاجکستان چارواکو سره د لیدنې او بحث لپاره ورغلی وو او له هماغه ځایه بېرته د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی.

د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پللوو ترمنځ لا هم طرزالعملونه نه دي وروستي شوي.

د قطر پلازمېنې دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیست غونډه د تېرې زېږدیزې میاشتې پر دولسمه نېټه د امریکا او یو شمېر بهرنیو استازو او چارواکو په حضور کې پیل شوه، خو تر اوسه دواړه خواوې لا په رسمي توګه ناستو لپاره سره نه دي ناست شوي، دواړه خواوې یو بل تورنوي چې پر اختلافي مسایلو نه رضا کیږي او په لوی لاس خپل منځي خبرې له ځنډ سره مخامخ کوي.

په ورته مهال د مذاکراتو په درشل کې د طالبانو له لوري په افغانستان کې جګړه، تاوتریخوالی او ورانکاري زیاته شوې ده، حکومت او نړیوال له طالبانو غواړي ژر تر ژره رسمي مذاکراتو ته راشي او پر اوربند جلا شي، چې روانه جګړه او د افغانانو وینه تویېدنه ودریږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.