The news is by your side.

طالب ویاند نعیم وردګ پر اوربند د سلا کېدو زېری ورکوي

خبریال وېب پاڼه/ قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ وایي د اوربند په تړاو سلا شوي دي.

طالب ویاند نعیم وردګ وایي، پر اوربند هوکړه شوې، خو یوازې یو څه چې پاتې هغه د دواړو لوریو لاسلیک دی چې له لاسلیک وروسته به رسماً خپل منځي ناستې پیل کړي.

دا په داسې مهال ده چې د قطر په پلازمېنې دوحه کې د سپټمبر پر دولسمه نېټه د بین الافغاني مذاکراتو له پرانیست غونډې را دې خوا په افغانستان کې د طالبانو له لوري جګړه او تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په ورته مهال د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تاجکستان ته له سفر وروسته بېرته د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی او د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر هم دوحې تللی دی.

با خبره سرچینو خبریال وېب پاڼې ته ویلي، چې ولسمشر اشرف غني به هم روانه اوونۍ د سه شنبې پر ورځ د اکټوبر پر ٦مه نېټه دوحې ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي دا اوونۍ یو شمېر هېوادونو ته سفرونه ودرلودل او نن تاجکستان ته د افغان سولې پر سر د تاجکستان چارواکو سره د لیدنې او بحث لپاره ورغلی وو او له هماغه ځایه بېرته د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی.

د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ لا هم طرزالعملونه نه دي وروستي شوي.

د قطر پلازمېنې دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیست غونډه د تېرې زېږدیزې میاشتې پر دولسمه نېټه د امریکا او یو شمېر بهرنیو استازو او چارواکو په حضور کې پیل شوه، خو تر اوسه دواړه خواوې لا په رسمي توګه ناستو لپاره سره نه دي ناست شوي، دواړه خواوې یو بل تورنوي چې پر اختلافي مسایلو نه رضا کیږي او په لوی لاس خپل منځي خبرې له ځنډ سره مخامخ کوي.

د تاوتریخوالي او جګړې د زیاتېدو په درشل کې طالبان اوس پر اوربند د هوکړې ته رسېدو زېری ورکوي او ممکن په نږدې راتلونکي کې د دواړو لوریو له خوا لاسلیک شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.