The news is by your side.

د خاوند او ميرمني د خوب ډول او روان پوهنه

خبريال ويبپاڼه / د روان پوهنې له مخي د خاوند او ميرمني يوه له بل سره ويده کيدل او د هغوي د خوب او ملاستي ډول چې د هغوي د شخصپت او يو له بل سره د اړيکو ښکاروند کوي.
موږ کولای شو چې خاوند او ميرمني د خوب له ډول څخه وپيژنو.

مخامخ ويده کيدل يا ((ستوني ستغ))

دغه ډول جوړه ميرمن او خاوند په ځان باور لري مصميم او ټينګ هوډ درلودونکي دي. په دغه ډول خوب کې دغه جوړه له ۸ نه تر ۱۰ دقيقو پوري همداسي ستوني ستغ څملي او له هغه وروسته خپل اړخ بدلوي. دغه جوړه شه ژوند او يو لا بل سره مينه لري.

هغه جوړه چې يو بل ته شا اړوي

دغه جوړه يا خاوند او ميرمن چې شايد تاسو فکر وکړئ ښه ژوند ونه لري خو ولي داسي نه ده څپړنو ښودلۍ ده چې دغه ډول خاوند او ميرمن په خپل ورځيني ژوند ک يو له بل سره جوړ دي ، يو له بل سره ټپنګي اړيکي لري، څیړنو ښودلي ده چې په نړۍ کې د ۵۰ سلني زيات خلک دا ډول څملي.

هغه خاوند او ميرمن چې سم دلاسه خوب ورځي

هغه ميرمن او خاوند چې څنګه د خوب ځای يا خوني ته ولاړي شي سم دلاسه خوب ورشي دا جوړه په خپل منځ کې چنداني ښې اړيکې نه لري او يو له بل څخه يې زړونه ماړه شوي دي په زړونو کې يې د محبت او مينې ګرمي نسته نو ځکه خوب ژر ورځي.

هغه جوړه چې مخامخ څملي او يو بل لمس کوي هم

د زوجينو يا خاوند او ميرمن ترمنځ د خوب تر ټولو خوندور ډول دی چې په نړۍ کې تر ۶۰ سلني زيات وګړي همداسي څملي او له دي ډول خوب څخه خوند اخلي.
په دغه ډول خوب کې د زوجينو تر منځ د ښو او ټينګو اړيکو څرګنذونه کوي او دا ډول خوب د مينه او غوره محبت ښکاروندويې کوي.

هغه خاوند او ميرمن چې له ژور خوب وروسته يو پر بل برسيره څملي.

دا ډول خاوند او ميرمن چې له خوب وروسته د يو او بل پر غاړه څملي دا هغه ډول ميرمن او خاوند دي چې يو له بل سره ژوري اړيکې لري يو د بل له نيږديکت څخه خوند اخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.