شمال وزيرستان کې پاکستاني پوځ ته درانه تلفات اوښتي

خبريال ويبپاڼه /پرون يک شنبه د پاکستاني پوځ له خوا په يوه خپره شوي اعلاميه کې ويل شوي چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ او پاکستاني طالبانو تر منځ سخته جکړه رامنځته شوي ده.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د پاکستاني پوځ يو سرتيری هلاک او څو تنه ټپيان شوي.

خو وړاندي اعلاميه زياتوي چې په ياده نښته کې يې پاکستاني طالبانو ته هم رانه تلفات اړولي دی.

بايد وويل شي چې د پاکستان پوځ له څو اونيو راهسي د پښتنو د ځپلو په موخه سخت علميات پيل کړي دي، په دې پلمه چې په شمالي وزيرستان او د کرښي هغې غاړي نورو پښتون ميښتو سيمو کې د ترهګرو پټنځايونه له منځه وړي.

د يوه راپور له مخي چې تيره اونۍ خپور شو پکې ويل شوي چې د کرښي هغي په قبايلي سيمو کې چې په دې ورستيو کې په خيبر پښتون پوري تړل شوي په جلا ، جلا نيښتو کې تر ۴۶ زيات پاکستاني پوځيان هلاک شوي او ګڼ شمير نور سخت ژوبل شوي دي.

هيره دي دې نه وي چې څو ورځي مخکي په شکتوې سيمه کې د يوې چادوني په ترڅ کې ۶ پاکستاني پوځيان هلاک او ۲ داني ژوبل شول. تر دې دوه ورځي مخکي په سرا تحصيل کې هم د پوځيانو پر پوستي چاودنه شوي وه چې ګڼ شمير پاکستاني پوځيانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتي ووه.

بايد وويل شي چې په سيمه کې ميشت پښتانه سخته انديښنه ښي وايې چې يو ځل بيا د پاکستاني پوځ په غوښتنه سيمي ته وسلوال داخل شوي دي.
د سيمې يوه اوسيدونکي کمال خان رسنيو ته ويلي چې که داسي حالت راوان وو لري نه ده د پښتنو په سيمو شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان کې به د ۲۰۰۹ کال تاريخ تکرار شي په زرګونو پښتانه شهيدان بې کوره او ژوبل شي.

د پښتون ژغورني غورځنګ يو مخکښ مشر محسن داوړ ډيوه راډيو ته ويلي دي چې د پاکستان پوځ په لوی لاس غواړي د پښتنو سيمي نا امنه کوي ځکه تر څو دغه پوځ پرې خپلي نا روا غوښتني ومني.
د ښاغلي داوړ په خبره دا اوس چې کوم ترهګر د کرښي دواړو غاړو ته جکړه کوي د پاکستان پوځ او ای ايس ای جنګي مليشي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More