The news is by your side.

د سولې خبرو کې پرمختګ غني له کويټ وروسته دوحې ته ځي

خبريال ويبپاڼه / ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار په رسمي سفر کویټ ته روان شو.
د ولسمشر یوه ویاند وویل چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره به په دې سفر کې لوړ پوړي دولتي چارواکي او د رسنیو استازي مله وي.

بل پلو به بيا افغان ولسمشر به له کویټ وروسته قطر ته هم سفر وکړي. د قطر دولتي خبري اژانس بیګا ناوخته په ټویټر پاڼه باندې تایید کړه چې ولسمشر به د دوشنبه په ورځ دوحه ته ورسیږي او تمه کیږي چې د سه شنبې په ورځ د قطر امیر تمیم بن حمد بن خلیفه ال ثاني سره وګوري.

بايد وويل شي چې ولسمشر په داسي حال کې کويټ او د قطر دوحي ته سفر کوي چې تر دې يوه ورځ مخکي د سولي په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د امريکا د دفاع وزير هم د قطر دوحي ته سفر وکړ.

دغه لوړ پوړي چاروکي په داسي حال کې د قطر پلازميني ددوحي ته سفر کوي چې د طالب وياند ډاکټر محمد نعيم ودرګ له خولې وويل شوي وو چې دواړه لوري د اروبند هوګړي ته سره رسيدلي يوازي دومره چې د دواړه لوريو د لوړ پوړو چارواکو له خوا لاسليک اومضا شي.
نعيم وردګ ويلي چې له هغه وروسته به نوري خبري او د راتلوونکي جوړښت په اړه بحث کيږي.

داسي ويل کيږي چې دواړه غاړي يوه هوګړي ته سره نيږدي شوي نو ځکه د امريکا ځانګړی استازی خليلزاد او د امريکا د دفاع وزير د دقطر دوحي ته سفر وکړ.

بل خليلزاد هم تيره وزځ وويلي وو چې طالبان چمتو دي چې د سولي خبري سمې پر مخ ولاړي شي خو هغه د افغان حکومت پر پلاوي تور پوري کړ چې د سولي د خبرو د ګډوډولو کوښښ کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.