The news is by your side.

پاکستان يو ځل بيا د کرنيزو حاصلاتو پر مخ دروازې وتړلې

خبريال ويبپاڼه /تازه يو ځل بيا پاکستان د افغانستان د کرنيزو حاصلاتو پر مخ د طورخم دروازه تر نامعلوم وخت پوري تړلي ده.

د افغانستان د کرنيزو خونو فداراسيون وايې چې پاکستان يو ځل بيا د افغاني کرنيزو حاصلاتو پر مخ د طورخم دروازه تړلي ده ياد فدراسيون وايې چې اوس مهال د کرښي دې غاړي ته څه باندي ۲۵۰ موټرونه د پيازو څخه بار ولاړ دي خو پاکستاني چارواکي اجازه نخ ورکوي چې د پاکستان له لاري هند او نورو هيوادنو ته افغاني پياز صادر شي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه هم ورته ستونزه تاييدوي او وايئ چې پاکستان د پياز د موسم په رسيدو او په افغاني پيازو بنديز لګولی دی.
د سوداګرۍ خونې وياند زياتوي چې پاکستان دا لومړی ځل نه دی چې د افغاني کرنيزو حاصيلاتو د رسيدو پر وخت دروازه بندوي بلکي هر کال دغه هيواد د افغاني کرنيزو توکو پر مخ دروازه بندوې.
چي له دې امله افغان کرووندګرو او سوداګرو ته په ملينونو اففانۍ تاوان رسيږي.

افغان بزګران هر کال په دغه وخت کې له سحتو تاوانونه سره مخ کيږي ځکه هغوی ټول کار خواري وکاږي کله چې يې حاصلات پاخه شي د خرڅلاو لپاره يې بازار نه وي چې خرڅ يې کړي.
حال دا چې په ژمي کې بيا همدا محصولات د پاکستان له خوا په چننده قيمت په اففانان خرڅيږي.

بايد وويل شي چې د افغانستان تر ۶۰ سلني زيات وګړي په کرونده بوخت دي چې له دې لاري خپل ژوند محته بيايې.
کروند په دغه بر خه د بازا نشتون او دخپلو حاصلاتو لپاره د سړنو خونو نه شتون هغه ستونزي يادوي چې دوی هر کال ورسره مخ دي.

د

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance