The news is by your side.

غني قطر کې افغان مرکچي پلاوي سره ولیدل

خبریال وېب پاڼه/ افغان ولسمسر محمد اشرف غني د قطر پلازمېنې دوحې ته د سفر په ترڅ کې د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره ولیدل.

اشرف غني ساعت وړاندې له کوېټ نه قطر ته ورسېد او قطري چارواکو یې هرکلی وکړ.

غني به له بهرنیو چارواکو سره د افغان سولې او اوربند پر سر بحث وکړي، ویل کیږي چې نوموړی د طالبانو له استازو او مرکچي پلاوي سره نه ګوري.

دا په داسې مهال ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزاژت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر هم پرون د قطر پلازمېنې دوحې ته تللي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي دا اوونۍ یو شمېر هېوادونو ته سفرونه ودرلودل او پرو د ورځې په اوږدو کې تاجکستان ته د افغان سولې پر سر د تاجکستان چارواکو سره د لیدنې او بحث لپاره ورغلی وو او له هماغه ځایه بېرته د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی.

د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ لا هم طرزالعملونه نه دي وروستي شوي.

د قطر پلازمېنې دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیست غونډه د تېرې زېږدیزې میاشتې پر دولسمه نېټه د امریکا او یو شمېر بهرنیو استازو او چارواکو په حضور کې پیل شوه، خو تر اوسه دواړه خواوې لا په رسمي توګه ناستو لپاره سره نه دي ناست شوي، دواړه خواوې یو بل تورنوي چې پر اختلافي مسایلو نه رضا کیږي او په لوی لاس خپل منځي خبرې له ځنډ سره مخامخ کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.