هوایي شرکتونو ته د ملکي هوایي چلند ادارې خبرداری

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې هوایي شرکتونو ته خبر داری ورکړی که هوایي شرکتونه له مؤجه دلایلو پرته الوتنه وځنډوي جریمه به شي.
د ملکي هوایي چلند اداره وایي، که د هوایي شرکتونو خپلې الوتنې له ټاکل شوې نېټې نیم ساعت هم وځنډېدل تر ١٠٠ زره افغانیو پورې جریمه ترې اخیستل کیږي.
د یادې ادارې د نوې کړنلارې پر اساس به هغه الوتنې لغوه کیږي چې له ٥ ساعتونو زیات ځنډ په کې رامنځته شي، د دې چارې په صورت کې به مسافرین مناسب ځای وړل کیږي او هوایي شرکت به ورته بله بدیله الوتکه د الوتنې لپاره برابروي.
د ملکي هوایي چلند اداره داسې مهال هوایي شرکتونو ته خبر داری ورکوي چې د کابل هوایي ډګر نه د پروازونو د ځنډ نیوکې زیاتې شوي دي او مسافرین شکایت کوي چې د ټاکلې نېټې او ټاکلي وخت پر اساس الوتکې الوتنه نه کوي او الوتنې ان تر څو ساعتونو ځنډېدلې وي.
په ورته مهال بیا د ننګرهار هوایي ډګر هم د جمعې پر ورځ ملکي هوایي چلند ادارې ته سپارل شوی او له دې وروسته به ترې د پوځي الوتنو پر ځای ملکي الوتنې کیږي، ممکن دا چاره په هېواد کې د الوتنو په برخه کې یو شمېر شته ستونزو ته د حل لار وي.
افغانستان او نړۍ کې بیا د کرونا وبا نه د خوندیتوب په موخه هم څو میاشتې د هېوادونو تر منځ هر ډول الوتنې ځنډول شوې وې، خو له اوږد ځنډ وروسته اوس یو شمېر هېوادونو رسمي او غیر رسمي الوتنې پیل کړي.