The news is by your side.

وتلي پښتون خبریال سلیم صافي چېنل جوړ کړ

خبریال وېبپاڼه – په پښتو او اردو ژبه دا چېنل وروسته له هغه پرانیستل شو چې پاکستاني پوځ په پاکستان کې پر رسنیو محدودیتونه لا نور زیات کړل.

لیکوال او ژورنالیست سلیم صافی د محکومې پښتونخوا اوسېدونکی او په پاکستان کې په مشهور جیو تلویزیون کې د جرګې په نوم پروګران چلوي او په تر ټولو زیات چاپېدونکي ‌جنګ اخبار کې د جرګې په نوم کالمونه لیکي.‌

سلیم سافي په خپله لمړنۍ ویډیو کې ویلي چې په پاکستان کې صحافت یعني‌ژورنالیزم د بندیزونو شکار دی او هغه خبرې چې په تلویزونونو کې نشي کولای د خپل چېنل له لارې به یې کوي.‌

سلیم صافی لمړنی پښتون مشهور خبریال دی چې په پاکستان کې پر ژونرالیزم د پوځ د بندیزونو خبره کوي او وايي چې ددې بندیزونو سره سره به هغه تاریخي حقایق د د خپلو لوستونو؛ لیدونکو او مینه والو ترغوږونو رسوي‌ چې په (مین سټیم میډیا) کې نشي‌ورباندي غږېدلای.‌

https://www.youtube.com/channel/UC-taJkjeamKmQLzU3lZlzvA

پاکستان یو د نړۍ له هغه هیوادونو څخه دی چې پر رسنیو یې د پوځ نا اعلان شوی بندیز دی او هلته ګڼ خبریالان تري تم شوي ‌دي.

د پاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټ جنرل سیکرټري امين یوسف په وینا پاکستان کې د مطبوعاتو ازادي شته خو یو خبریال په ازاده توګه خبره نه شي کولی.

دی وايي چې د خبریالانو مشکلاتو په اړه پاکستان فېډرل یونین اف جرنلسټ اواز پورته کړی او مخکې به یې هم اوچتوي.

تازه په پاکستان کې د صحافيانو او بشري حقونو خپلواکه تنظیمونو پاکستان فېډرل يونين افجرنلسټس او هيومن رايټس کمېشن د حکومت او د مېډيا د انتظام سرکاري ادارې پيمرا له خوا د هېواد د سياسي مشرانو پر تقریرونو بندیز غندلی او وايي پيمرا دوه مخی معيار خپل کړی او د هغو خلکو حکمونه مني چې د مېډيا او د اظهار د ازادۍ په ضد دي.

که څه هم سلیم صافي تر دم ګړیه په مخامخ ډول د پاکستاني پوځ له څېرې پرده نه ده اوچته کړې خو داسي ښکاري چې ډېر ژر به نوموړی هم د ځینو نورو خبریالانو په څېر د پاکستان له پوځ نه پرده اوچته کړي.

تر سلیم صافي ‌وړاندي ځینو نورو پاکستاني خبریالانو هم د خواله رسنیو او په ځانګړي ډول په یوټیوب کې د چینلونو د پرانیستلو له لاري د خپل غږ اوچتولو ته لار هواره کړې ده.‌

که څه هم په افغانستان کې اکثره مشهور ژورنالیستان خپل چینلونه نه لري او ښايي علت یې داوي چې په افغانستان کې انټر نیټ ضعیف او کیفیت یې کمزوری دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.