The news is by your side.

د امریکا په پوځي او لوړپوړو چارواکو هم کرونا ګډه شوه

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي او څو پوځي چارواکو کې د کرونا نښې لیدل شوې وې او ځانونه یې قرنطین کړي دي.

لوی درستیز مارک میلي او یادو پوّي چارواکو څو ورځې وړاندې د سمندري ځواکونو له یو لوړ پوړي چارواکي چارلز ری سره لیدنه کړې وه او اوس د ښاغلي ری د کرونا ټېسټ مثبت شوی دی.

په ورته مهال د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ د کرونا ټېسټ په مثبت کېدو سره، له هغې را وروسته ولسمشر ټرمپ سره په اړیکه او نزدې لیدنه کې پاتې شوي یو شمېر پوځي او ولسي لوړ پوړي چارواکي پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د سپینې ماڼۍ یو سلاکار سټېفن مېلر چې د ولسمشر ټرمپ سره نزدې پاتې شوی وو، د کرونا ټېسټ یې مثبت وخوت او ورسره ١٣ نور چارواکي هم پر کووېډ١٩ ناروغۍ اخته شوي دي.

اوس مهال په امریکا کې د لوړ پوړو چارواکو په ګډون له اووه میلیونو ډېر کسان پر کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ اخته شوي دي او څه باندې دوه لکه او لس زره کسان دې ناروغۍ وژلي دي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرونا ټېسټ مثبت را ووت، خو په روغتون کې له څو ورځې قرنطین وروسته بېرته سپینې ماڼې ته خپل مأموریت ته وګرځېد او ویل یې چې روغتیایي حالت یې بد نه دی.

ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې د کرونا ویروس د خپرېدنې پر مهال ویلي وو، چې له کرونا نه ویریږي، ماسک یې هم نه تړلو او په دې تړاو یې پر خپل ټاکنیز سر سخت سیال جوبایډن یې ملنډې هم وهلې وې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.