The news is by your side.

کابل ته مه وایه چې وران شې! ملالۍ شینوارې

‎خبریال وېب پاڼه/ په ده افغانانو کې به له موټره چې څنګه کښته شوو، مور به کلکه له لاسه ونیولم او په چټکو ګامو به یې مزل پيل کړ.

زما مور به تور بخن غټ زړوکی چې کابلیانو به چادر نماز باله پر سر کاوه خو د کابلیانو ښځو پر خلاف به یې د زنې لاندې کلک نه تاړه – سم دم د پښتنو پلو به یې اړولی و. له پښو چابکه وه ما به پسې تیندکونه وهل.

د سپين‌ زر هوټل له خوا چې به تېرېدلو، له تهکاوۍ به د خواړو خوږ وږم تر سپېږمو کېده او بېخي خوندور به لګېده. د کابل پر سیند یو زوړ پل و چې لړزانک به یې ورته ویل. مور به مې پرته له ‌‌‌‌‌‌ډاره پر هغې ور رهي شوه زما به زړه بوټ پر خوله را ووت وېره به مې دا وه چې د لرګیو له چاودونو سیند ته خطا نشم بیا به مې د مور لاس لا هم کلک کړ.

له تیمور شاهۍ به سیده د سینما پامیر خوا ته روان شوو او هله به پوهه شوم چې مور مې بیا چنداولو ته ځي. هغه مهال خلکو په ټکسیانو کې کم تګ راتګ کاوه.

د خیر خانې خلک به ده افغانانو کې له ملي بسونو کښته شول نور به نو ټول مزل په پښو و. موږ به هم تر منډیي او چنداولو پر پښو تللو. که رښتیا ووایم ستړې کېدلم به خو مور به راته د نویو بوټونو د اخیستلو وعده راکړې وه نو خیال به یې راته د تګ انرژي راکوله.

هغه مهال نږدې ټولو کابلیانو لیلامیو کې بوټان او جامې اخیستې او په لیلامیو کې به د نړیوالو برنډونو دويم لاس توکي په ارزانه بیه پيدا کېدل.

مور مې کابل کې زیاته بلده وه کله به یې چې سودا وشوه بیا به یې د چنداولو هغې کوڅې ته بوتللو چې چڼې به پکې پخېدل د کابلۍ چڼو خوږ وږم به له لرې واټن تر سپېږمو کېده. جېبونه به یې راته له تودو چڼو را ‌‌‌‌‌‌ډک کړل او له هغه ځایه به سیده د کور د نورې سودا اخیستلو په موخه کابل منډيي ته روان شو چېرې چې ما به یوازې د مور لاس لیدلی شو نوره به د خلکو په مېنځ کې رانه هرڅه ګډوډ و.

وېره به مې دا وه چې که د مور لاس رانه خوشي شو نو ورکه به شم ان د احتیاط په خاطر به مې د مور د چادر نماز پېڅکه هم په بل لاس کې ټينګه نیولې وه.

په کابل کې له جګړو ورسته د طالبانو واکمني وه ما او زما یوه ملګرې چې اوس ژوندۍ نه ده په پټه له یوې بهرنۍ خیریه موسسې سره کار کاوه او د بې‌ وزلو وګړو سروې مو کوله. یوه ورځ یې چنداولو ته ولېږلو چې هلته سروې وکړو. هغه ورځ واوره اوریده هوا سړه وه د زاړه ښار تنګې، ویجاړې او له وګړو تشې کوڅې وېرونکې وې. موږ دواړو برقعې یا څادرۍ پر سر وې په ‌‌‌‌‌‌ډار ‌‌‌‌‌‌ډار به مو هرې کنډرې ته سر دننه کاوه.

په یوې نیمې کنډرې کې به غریبو کورنیو ځان ته جونګړې جوړې کړې وې. ما مې ملګرې ته وویل سخته وږې یم هغې وخندل ویل خیال کردي در چند اول سابقه استی دلت شور نخود ګرم شده؟

یوې کوڅې ته په دننه کېدلو سره مو وریت خوږ وږم تر سپېږمو شو ورته مې کړل لکه چې پيدا مو کړلې د چڼو بوی دی خو د ملګرې زړه ته مې نه لوېده ځکه ویرونکې چوپتیا خپره وه څو قدمه چې ولاړو د چڼو بټۍ مو ولیده چڼې مو ترې واخیستلې د برقعو لاندې مو خولې پرې وخوځولې.

وروسته له کلونو مې نن بیا چنداولو ته د تګ زړه ښه کړ د موټرو سخت رش و. د میوند څلي سره له موټره پلې شوم د پخته فروشۍ له کوڅې همداسې سیده د چنداولو خواته ولاړم. لار کې مې له یوې کراچۍ لیلامي جرابې وپېرلې بیا مې شاوخوا وکتل رانه هېر و چې د لیلامۍ کوڅه کومې خوا ته وه. له یوه کس مې وپوښتل چې د بوټانو لیلامي را په ګوته کړي. د لیلامي په سرای کې اوس ډېری د نارینو بوټان پلورل کېږي. ښایې لامل یې دا وي چې د کابل بازارونه له چینایي ارزانه بوټانو ‌‌‌‌‌‌ډک دي خو پر ځای یې یوه لیلامي جوړه ده؛ د کندهار له وېش څخه د دوهم لاس برقي او کورني توکیو بازار. ځينې شیان مې وپېرل خو کله مې چې غوښتل له چنداولو بېرته د میوند جادې ته رهي شم، ګرمې چڼې را یادې شوې بیا مې پوښتنه وکړه کوڅه یې را په ګوته کړه ور روانه شوم څو قدمه لا نوم تللې چې د کابلي نخودو یا چڼو وریت وږم مې تر سپېږمو شو. فکر مې وکړ هماغه هټۍ ته ولاړه وم له کومې به چې مور را ته بټۍ اخیستې. کابل کې لا هم پخوانی خوند شته.
‎کابل ته مه وایه چې وران شې

لیکنه: ملالۍ شینوارې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.