د کرېکټ بورډ چارواکو د نجیب تره کي اتلولۍ او لاسته راوړنې ولیکلي
خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکو په یوه کتاب کې د هېواد لپاره د شهید نجیب تره کي اتلولۍ، لاسته راوړنې او خاطرې ولیکلې.
د کرېکټ بورډ چارواکو نن د کرېکټ بورډ په اداره کې د نجیب تره کي پر مړینې د ادارې چارواکي او کار کوونکي را ټول شوي وو او د نجیب تره کي عکس ته یې ګلونه کېښودل.
د کرېکټ بورډ اجرایوي رییس نظیم جار عبدالرحیمزي، د کرېکټ بورډ ادارې ویاند فرید هوتک، د ملي لوبډلې لوبډلمشر اضغر ستانکزي، ملي لوبغاړي ګلبدین نایب او یو شمېر نورو لوبغاړو او ا کرېکټ بورډ چارواکو د نجیب تره کي د مړینې له کبله د هغې کورنۍ، دوستانو او مینه والو سره خواخوږي وکړه او د تره کي پر مړینه یې خواشینې وښوده او لویه ضایعه یې یاده کړې.
دوی د تره کي عکس ته ګلونه کېښودل او د تره کي اتلولۍ، لاسته راوړنې، خاطرې او یادونه یې د کتاب په ډول د هېواد راتلونکو نسلونو لپاره ولیکل.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړی نجیب تره کی د جمعې پر ورځ په جلال اباد کې په یوه ټرافیکي پېښه کې سخت ژوبل شوی وو او په روغتون کې د څو ورځو له بستر نه چې د کوما په حالت کې وو، پرون(سه شنبه تلې ١٥مه) په روغتون کې ساه ورکړه.
تره کي د افغانستان لپاره د کرېکټ په ملي لوبډله کې ښه لوبېدلی وو او ډېرې لاسته راوړنې یې درلودې.
نجیب الله تره کی پرون د یوې لوی جنازې په ترڅ کې چې د کرېکټ بورډ چارواکو، لوبغاړو او حکومتي چارواکو هم په کې ګډون درلود، ننګرهار ولایت کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.