The news is by your side.

ننګرهار کې د بهسودو پر کرېکټ لوبغالي د نجیب تره کي نوم کېښودل شو

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د کرېکټ لوبغالی د نجیب الله تره کي په نوم ونومول شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې تازه پرېکړه کړې، چې د نجیب الله تره کي اتلولۍ او لاسته را وړنو ته په کتو د ننګرهار د بهسودو کرېکټ لوبغالی د تره کي په نوم ونوموي.

د کرېکټ بورډ له دې اقدام ټولو هېواد والو او په ځاګړې توګه د کرېکټ او نجیب الله تره کي مینه والو تود هرکلی کړی دی.

په ورته مهال نن د کرېکټ بورډ چارواکو او ملي لوبغاړو د نجیب الله تره کي په مړینه د تره کي کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او مینه والو سره خواخوږي وښوده، د نجیب الله تره کي عکس ته یې ګلونه کېښودل او د ارواښاد تره کي اتلولۍ او لاسته راوړنې یې د راتلونکو نسلونو لپاره په یوه کتاب کې ولیکلي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړی نجیب تره کی د جمعې پر ورځ په جلال اباد کې په یوه ټرافیکي پېښه کې سخت ژوبل شوی وو او په روغتون کې د څو ورځو له بستر نه چې د کوما په حالت کې وو، پرون(سه شنبه تلې ١٥مه) په روغتون کې ساه ورکړه.

تره کي د افغانستان لپاره د کرېکټ په ملي لوبډله کې ښه لوبېدلی وو او ډېرې لاسته راوړنې یې درلودې.

نجیب الله تره کی پرون د یوې لوی جنازې په ترڅ کې چې د کرېکټ بورډ چارواکو، لوبغاړو او حکومتي چارواکو هم په کې ګډون درلود، ننګرهار ولایت کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.