The news is by your side.

ایران کې په ټرافیکي پېښه کې ١١ افغان کډوال شهیدان شوي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان په ګاونډ کې پروت هېواد ایران کې یوولس افغان کډوال په یوه ټرافیکي پېښه کې شهیدان شوي دي.

د فراه ولایت چارواکي وایي، ایران ته په مزودرۍ پسې تللي افغانان، چې په یوه موټر کې سپاره وو په یوه ټرافیکي پېښه کې شهیدان شوي دي.

د فراه چارواکي تاییدوي چې پېښه کې یوولس افغانان شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي.

د یادو افغان کډوالو موټر پرون د ایران په زاهدان ولایت کې له یو لوی موټر سره ټکر شوی، په شهیدان شویو کسانو کې شپږ تنه د فران ولایت اوسېدونکي دي.

د ایران حکومتي چارواکي هم یاده ټرافیکي پېښه تأییدوي.

هر کال په ایران کې سلګونه کډوال په بېلا بېلو پېښو کې وژل کیږي.

افغانستان کې بې کارۍ او بې وزلۍ افغانان اړ کړي چې ایران ته د کار او مزودرۍ لپاره ولاړ شي، خو په ایران کې له افغان کډوالو سره د کډوالو د نړیوالو اصولو خلاف عمل کیږي.

ایران ته تللي افغانان زیات شمېر یې روغ نه را سانیږي، یا پر نشه یي توکو روږدې وي، یا د پولیسو له لوري وهل شوي وي او هم په ایران کې په بېلا بېلو پېښو کې وژل کیږي.

سږ کال د ایران له لوري د لسګونه افغان کډوال سره د بشر حقونو خلاف عمل چې افغان کډوال یې پر اولو لاهو کړل او موټر یې ور وسېځه، د افغانانو کرکه د ایران له حکومت او هېواد نوره هم زیات شول.

ایران کې له کډوالو سره نا سم چلند زرګونه زیاتافغان کډوال اړ کړل چې ایران پرېږدي او بېرته خپل هېواد ته را ستنه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance