The news is by your side.

عبدالله به نورو ګاونډیو هېوادونو ته هم په رسمي سفر ولاړ شي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا عالي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پاکستان او هند ته له سفر وروسته نورو ګاونډیو هېوادونو ته هم په سفر ځي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند ویلي، چې ښاغلی عبدالله عبدالله به ایران، چین، تاجکستان او ازبکستان هېوادونو ته هم د یادو هېوادونو د حکومتونو په رسمي بلنه په سفر ولاړ شي.

ګاونډیو هېوادونو ته د عبدالله د سفر موخه د افغان سولې لپاره د سیمې هېوادونو د ملاتړ اخیستل او د سیمه اییزې همکارې پیاوړتیا ده.

تر دې وړاندې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه اسلام اباد ته سفر کړی وو او د پاکستان، د لومړي وزیر عمران خان، د پاکستان له ولسمشر عارف علوي، د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او یو شمېر نورو پاکستانیو لوړ پوړو چارواکو سره یې ولیدل او پر افغان سولې،دوه اړخیزو همکاریو، او د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا یې خبرې وکړې.

په ورته مهال بیا د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون نوي ډهلي ته تللی او د هند له لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره یې لیدلي، پر دوه اړخیزو همکاریو، د اړیکو پر پراختیا او افغان سوله یې بحثونه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.