The news is by your side.

دبلوڅانو تربغاوت وروسته طالب مشران هلمند ته تللي

خبریال وېبپاڼه – د طالبانو په لیکو کې د بلوڅانو تر بغاوت وروسته له پاکستان نه  انتهايي لوړرتبه طالب مشران هلمند ته تللي دي‌.‌

څه موده وړاندي د طالبانو له لوري ‌د هرات والي ‌ملا عبدالرشید د هلمند د والي ملا احمدزي ‌سره په همغږي‌ بغاوت وکړ،‌دواړه والیان د بلوڅ قوم سره تړاو لري‌ او د بغاوت وجه یې په قطر کې د طالبانو په دفتر کې بلوڅ قوم ته د ونډې نه ورکړه وه.

طالب سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې بلوڅ طالبانو غوښتنه لرله چې ملاعبدالله یاعبداعزیزانصاري ته به د قطر د دفتر او مذاکراتي ټیم غړیتوب ورکول کیږي.‌

په قطر کې د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي چې ملا برادر د کوټې شورا او د قطر د دفتر غړي ملا فاضل ته د بلوڅ طالب مشرانو د خوشحاله ولو دنده سپارلې وه چې وروسته ملا فاضل د هرات او هلمند طالب والیانو ته ژمنه ورکړه چې ملاعبدالله یاعبداعزیزانصاري ته به د قطر د دفتر غړیتوب وراخلي.‌

د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي چې له څه باندې یوې میاشتې را هیسته په هلمند او هرات ولایتونو کې بلوڅ طالبانو پر حکومتي هدفونو بریدونه بند کړل او دفاعي حالت یې غوره کړ؛ خو له تېري یوې اونۍ را وروسته چې د طالب مشرانو یوه ډله هلمند ولایت ته تللې داسي‌ ښکاري‌ چې بلوڅ طالبانو په هرات او هلمند ولایتونو کې یوځل بیا خپلو ځواکونو ته د جګړې د ډګر د تودولو امر کړی دی.‌

د خبریال وېبپاڼې سرچینې وايي چې هلمند ته په تللي طالب پلاوي کې د کوټې او پېښورشورا غړي‌ او لوړرتبه طالب مشران شتون لري.‌

که څه هم د طالب مشرانو د سفر دقیق علت لا هم نه دی روښانه خو دغه مشران به په جګړه کې د ښکیلو طالب قوماندانانو سره هم وګوري.‌

په قطر کې طالب سرچینې وايي چې د قطر دفترته د بلوڅ مشرانو ګډون حتمي‌شوی دی؛ خو دا خبره نه مني‌چې ګواکې بلوڅ طالبانو بغاوت کړی.‌ په قطر کې طالب سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د طالبانو د هرات والي ملا عبدالرشید څه ناڅه خوابدی وو چې وروسته یې د هلمند والي‌ ملا احمدزي هم ملاتړ وکړ او دا خفګان حل شو.‌

ځیني څارونکي په دې باور دي چې ښايي هلمند ته د طالب مشرانو په سفر کې دغه پلاوی هڅه وکړي‌ چې ملا ګل اغا؛‌ ملانعیم او صدر ابراهیم خوشحاله او کوټې ته ستانه کړي، خو تر دې وړاندي‌ملا ګل اغا ته نېژدې سرچینو خبریال وېبپاڼې ته ویلي وو چې ملا ګل اغا او صدر ابراهیم کله هم نه غواړي ‌چې پاکستان ته لاړ شي ،البته د ملا نعیم د تګ امکان شته دی.

طالبانو په دې وروستیو کې تر بل هر وخت په افغانستان کې جنګ جګړو ته زور ورکړی او هڅه یې داده چې که چېرته له افغان حکومت سره د قطر مذاکرات ناکام شي‌ د دوی په اند افغان حکومت به په زور ړنګ کړي.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.