The news is by your side.

د شاهرخ خان د فلم صحنه کبي خوشي کبي ټرمپ

خبريال ويبپاڼه /نږدې موږ ټولو د بالیوډ د تر ټولو مشهور فلم ‘ کبي خوشي کبي غم’ فلم لیدلی دی. اوس شاید تاسو حیران شوي ياست چې همدا اوس موږ د دې فلم په اړه ولې خبرې کوو؟

دا خبره کبي خوشي کبي ټرمپ له هغه ورسته مشهوره شوه چې د امريکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه ويډيې کلپ په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، او په پراخه کچه يې د ټولنيزو رسنيو د کارکوونکو غبرګونونه را وپارول .
په دغه ويډيو کې چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له چورلکې ښکته کیږي او سپینې ماڼۍ ته ننوځي.

اوس د ټولنیزو رسنیو کارونکي د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرامپ دغه ويډيويې کلپ د بالیووډ له هغه فلم ‘کبي خوشي کبي غم’ له یوې صحنې سره پرتله کړی چې په کومه صحنه کې چې شاه رخ خان هم له چورلکې ښکته کیږي او په ورته ډول کور ته ننوځي.

د ټولنيزو رسنيو ګڼو کار کونکو د ټرمپ کلپ د بالیوډ فلم کبي خوشي کبي غم له يوې صحني سره يو ځای کړی دی او بیلابیل ډول ليکني ور سره ليکي دي.

د ټولنيزو رسنيو يوه کارونکي په ټويټر سپنې ماڼې ته ريټوټ کړی او ورته ليکلي يې دي چې شاهرخ خان له لندن څخه همداهمداسي وراختا کور ته راځي او زموږ ولسمشر هم بيا له خپله کوره سپنې ماڼۍ ته همداسي وارختا  ته راځي.
ځکه دا د امريکا د ولس د حساب د ورکړي کور دی.

بايد وويل شي چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه يوازي دا يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې د امريکانو په ټوکو اورشخنديو بدله شوې بلکې څو ځله په وار وار د ښاغلي ټرمپ داسي کړنې او ويډيو ګانې رسنيو ته راوتلي چې په ټولنيزو رسنيو کې يې غوغا جوړه کړي ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.