The news is by your side.

طالبان له کروندګرو په زوره په جلغوزیو کې هم برخه غواړي

خبریال وېب پاڼه/ طالبان د افغانستان جنوب ختیځو ولایتونو په پکتیا، پکتیکا او خوست کې له کروندګرو په جلغوزیو کې برخه غواړي.

سږ کال په یادو ولایتونو کې د جلغوزیو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیات شوي، خو کروندګر اندېښنه لري، چې د جلغوزیو په حاصلاتو کې ترې طالبان د تېرو کلونو په پرتله یو برابر زیاته شلمه برخه غواړي.

د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې سږ کال کروندګرو د ١٣ لکه کلدارو په ارزښت د جلغوزیو حاصلات را ټول کړي دي، خو وایي طالبان ترې د عشر په نوم د جلغوزیو شلمه برخه یو لک کلدارې اخلي په داسې حال کې چې تېرو کلونو کې یې د جلغوزیو لسمه برخه ترې اخیستله.

دوی وایي د حکومت تر کنټرول لاندې کروندګر د طالبانو له لوري د عشر اخیستلو څخه مستثنی دي، خو دوی اړ دي، چې طالبانو ته د عشر په نوم د جلغوزو لسمه برخه ورکړي.

د پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو کروندګر وایي، چې د دوی نه د عشر په نوم دجلغوزو لسمه برخه طالبان اخلي او په جګړه کې یې د خپل مالي او پوځي لګښت په توګه ترې ګټه اخلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې ویلي وو، چې دوی کروندګر نه اړ کوي چې طالبانو ته په زوره عشر ورکړي خو د دې لپاره چې له طالبانو سره مالي مرسته وکړي د خپلو حاصلاتو لسمه برخه دوی ته ورکوي.

طالبان په یادو ولایتونو کې نه یوازې په جلغوزیو او غنمو کې عشر ټولوي بلکې د مېوو په حاصلاتو کې هم خپله برخه په زوره له کروندګرو اخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.