The news is by your side.

د هدفي وژنو ترهګریزه ډله پاکستان کې روزل شوې

خبریال وېب پاڼه/ د هدفي وژنو ١٥ کسیزه ترهګره ډله چې په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې دوی او ملګري یې د هدفي وژنو لپاره ګومارل شوي، اعتراف کوي چې د طالبان دي او د هدفي وژنو لپاره لومړنۍ روزنه په پاکستان کې ورکول شوې.

تر دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، چې په کابل او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې د هدفي وژنو لپاره سل کسیزه ډله ګومارل شوې، د یادې ډلې څخه ١٥ تنه یې څو ورځې وړاندې د ملي امنیت ځواکونو په ځانګړو عملیاتو په کابل کې ونیول.

نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې د هدفي وژنو او ترهګریزو کړنو د ترسره کولو روزنه پاکستان ورکړې او د دوی د شبکې رهبري په لوګر ولایت کې ده.

د هدفي وژنو نیول شوي ترهګر د طالبانو غړي دي او وایي د وسلې او لاسي بمونو په کارولو یې په کابل کې هدفي وژنې کولې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو د هدفي وژنو د سل کسیزې شبکې یوه وړه ١٥ کسیزه ډله په کابل کې د تخریبي او ترهګریزو کړنو ترسره کولو لپاره ګومارل شوي وو.

یاد وزارت وایي که څه هم تر دې دمه ١٥ کسان نیول شوي خو د نورو کسانو د څار او تعقیب په لټه کې هم دي چې ویې نیسي.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت یادوونه هم کړې وه چې د هدفي وژنو لپاره ګومارل شوي او روزل شوي کسان طالبان دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې هدفي وژنې، چسپکي ماین چاودنې او پر دولتي او پوځي مامورینو بریدونه زیات شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.