The news is by your side.

حزب اسلامي یو ځل بیا آذربایجان سره د هر ډول مرستې ټټر وهلی

خبریال وېب پاڼه/ د ګلبدین حمکتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند اذربایجان سره د هر ډول مرستې ټر وهلی.

حزب اسلامي ګوند وایي، د نګورنو قره باغ په جګړه کې د مسلمانانو سره هر راز مرستې کولو ته چمتو دي.

یاد ګوند هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د اذربایجان جګړې ته یې خپل جنګیالي استولي، خو د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې ویل کیږي، چې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره خبرې کړي او ترې غوښتي یې دي د اذربایجان او ارمنستان تر منځ جګړې ته د اذربایجان په پلوۍ جنګیالي واستوي.

د اذربایجان او ارمنستان تر منځ د جګړې د پیل په اوایلو کې هم د حزب اسلامي مشر ګلبدين حتميار ويلي وو، چې ۲۶ کاله وړاندې يې د ازبايجان په ملاتړ دې هيواد ته زرګونو افغانان د جګړې لپاره استولي ول.

ښاغلي حکمتیار په کابل کې په یوه جومات کې په وینا کې ویلي وو، چې هغه په ​۱۹۹۴ کال کې د اذربایجان ته له هغه وروسته افغانان وليږل چې د ازربايجان چارواکو ور څخه مرسته و غوښتله د حکتميار په خبره همغه وو چې په ایران کې یو شمېر افغان کډوال د اذربایجان پر لور وخوځېدل او د ارمنستان پر وړاندې یې جګړه وکړه.

که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان خلک په بېلا بېلو نومونو په نړيوالو جنګونو کې برخه اخلي او د نورو د ګټو لپاره قرباني کيږي بلکې ډېری داسې پيښې شوي چې افغانان په نا خبره ډول د جهاد په نامه په نړيوالو جنګونو کې جنګېدلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.