The news is by your side.

ناټو: شرایطو ته په پام به افغانستان پرېږدو

خبریال وېب پاڼه/ افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت یا ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، شرایطو ته په پام به افغانستان پرېږدي.

سټولټنبرګ وایي، د افغانستان او سیمې شرایطو ته په کتو به افغانستان کې خپل مأموریت پای ته رسوي.

نوموړي دا څرګندونې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې په غبرګون کړي چې غواړي د روان زېږدیز کال تر پایه له کرسمس وړاندې خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي.

خو د غوڅ ملاتړ مأموریت یا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، افغانستان ته د راتګ پرېکړه یې په ګډه کړې او شرایطو ته په پام باید د وتلو او راتلونکو بدلونونو په اړه به پرېکړه هم په ګډه وکړي.

نوموړی وایي، پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې نېټې د برید د ځواب لپاره ناټو افغانستان ته راغلې او دا لومړی ځل وو چې د امریکا په خوښه په بهر کې د دوی عملیات وو.

ینس سټولټنبرګ ویلي افغانستان کې د ځواکونو پاتې کېدل او تل پاتې امنیت د ناټو غړو هېوادونو د ثبات او ګټې لپاره اړین دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه وخت کې ویلي، چې د روان زېږدیز کال تر پای به له افغانستان ټول ځواکونه وباسي.

طالبانو د ټرمپ د یادې پرېکړې تود هرکلی کړی او وایي دا د سولې د هغې پرېکړې پر اساس ده چې دوی او امریکا یې لري. او دوی هم د سولې د هغې هوکړې ټولو مواردو ته ژمن دي.

طالبانو اعلامیه کې ویلي وو چې دوی به راتلونکې کې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې وپالي.

خو د ډونالډ ټرمپ دا پرېکړه په امریکا او نړۍ کې د ټرمپ سیالانو یوه ټاکنیزه پرېکړه بللې څو د ټاکنو پر مهال امریکایانو ته وښیي چې په خپلو ژمنو ولاړ دی او پوره کوي یې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.