The news is by your side.

امریکا له نړیوال بانکي سېسټم نه د ایران د لېرې کولو په هڅو ک

خبریال وېب پاڼه/ امریکا له نړیوال بانکي سېسټم نه د ایران د لېرې کولو په هڅو کې پر ١٨ ایراني بانکونو بندیزونه ولګول.

امریکا په تازه بندیزونو سره غواړي ایران له نړیوال بانکي سېسټم وباسي، څو تهران د اټومي وسلو د جوړلو وس ونه لري.

د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت تازه د ایران په هغو ١٨ بانکونه په نښه کړل چې پخوا د امریکا له بندیزونو پاتې شوي وو.

د امریکا د خزانې وزارت په دې تړاو یو خبر پاڼه کې ویلي، چې له دې یې موخه دا ده څو د تهران هغه مالي سرچینې بندې شي چې ایران پرې د اټومي پروګرام په چوکاټ کې، اټومې وسلې، راکېټونه، ترهګرۍ روزنه کوي او پرې غواوي د ترهګرو شبکې د خپلو ګټو لپاره په سیمه کې استعمال کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران له لوري په وروستیو کې د اټومي پروګرام پرمختګ او د یورانیمو غني کولو په نړیواله کچه غبرګونونه را پارولي.

د ایران او امریکا تر منځ ناوړه سیاسي کړکېچ دوام لري او امریکا د پخوا په پرتله پر ایران خپل بندیزونه څو برابره نور هم زیات کړل، دواړه هېوادونو یو بل ته ګوته ماشه ناست دي او وخت نا وخت یو بل ته ګواښونه هم کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.