The news is by your side.

طالبان هر کال له قاچاق، او مخدره توکو څخه ۱.۶ ميليارد ډالر تر لاسه کوي

خبريال ويبپاڼه /د ډپويپلومات انګليسي ژبې خپرونې کې د يوه پاکستاني ليکوال احمد رشيد يوه مقاله خپره شوي چې پکي ويل شوي طالبان هر کال له قاچاق ، مخدره موادو، او غير قانوني کان کيدنو څخه تر ۱۶ سوه ميليونه زيات ډالر تر لاسه کوي.
احمد رشيد ليکي چې د افغانستان د اوسني اسلامي جمهوریت په خلاف ، د طالبانو اسلامي امارت له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې کوم نړیوال ملاتړ نه درلود. یوازې سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو او پاکستان د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژند. نو څنګه چې د طالبانو ادارې نړیواله پیژندنه نه درلوده ، نو طالبانو هغه وخت هیڅکله هغومره مرستي ترلاسه نکړې لکه څومره چې اوسني افغان حکومت په توګه کومې نړیوالې مرستې تر لاسه کړې.

احمد رشيد ليکي : طالبان ددې پرځای چې په نورې نړۍ تکيه وکړي ، ولي دوی د خپلو نږدې ملګرو ، په ځانګړي توګه پاکستان او سعودي عربستان تکیه وکړه. سعودیانو له طالبانو سره مالي او معنوي مرسته وکړه ، په داسې حال کې چې پاکستان هم له طالبانو سره ستراتیژیکې ، نظامي او ملکي مرستي کولې.

احمد رشید په خپل کتاب “طالبان: د اسلام مليشي ، ليکې چې په مرکزي آسیا کې د تیلو او بنسټپالنې” تر ډيره د طالبانو پر غاړه وه.

هغه ليکي چې د لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو د کورنیو چارو وزیر جنرال نصیرالله بابر د، ۱۹۹۰ مو کلونو په منځ کې د طالبانو حکومت سره تخنیکي او مالي مرسته پيل کړې. د مثال په توګه ، هغه د کورنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د سوداګرۍ پراختیا واحد رامینځته کړ، ظاهرا منځنۍ اسیا ته د سوداګرۍ لارې خلاصو بهانه وه ، خو مګر په حقيقت کې دا طالبانو ته د پيسو راټولول وو،. رشید په بل ځای کې د مقالې ليکې: چې پاکستان د واک پرمهال په هر کال کې شاوخوا د ۱۰ ملیون ډالرو په ارزښت د طالب چارواکو معاشونو لپاره تادیه کول.

په یوه بله مقاله کې ، رشید ویلي چې طالبانو د جنګي فعالیتونو له لارې په کال کې شاوخوا ۱۰۰ ميليونه د دوی جنګي بودیجه تمویلوي.

هغه زیاتوي چې طالبان د ۶۰ نه تر ۷۰ فیصده عوایدو د قاچاق ، له ۳۰ سلنې څخه تر ۴۰ سلنې د مخدره توکو له سوداګرۍ نه او شاوخوا له ۵ سلنې څخه تر ۱۰ سلنې له مستقیمو مالي مرستې څخه ترلاسه کړي دي ، په دغه مالي مرستو کې په ځانګړي توګه د سعودی عربانو او یو شمیر خصوصي تمویلوونکو څخه. د مثال په توګه اسامه بن لادن د عرب لیګ لپاره تمویل وکړ چې د طالبانو لپاره جنګیږي.

مګر ، په دې ورسيو کې د تير په پرتله ، د طالبانو مالي سرچینې پراخه شوې دي.
د ناتو لخوا يو محرم راپور ښيې چې طالبانو د تیرو کلونو په پرتله مالي خپلواکۍ او مالي ځواک يې پراخ شوی دی.

د طالبانو د مالي ځواکمنيتا د کوکنارو کښت ، د مخدره توکو غیرقانوني تجارت ، غیرقانوني کان کیندنې او صادرات شامل دي . ویل کیږي چې طالبانو په تیر مالي کال کې ۱.۶ ملیارد ډالر عاید درلودل ، چې د ۲۰۲۰ مارچ په ختميدو بل مالي کال شروع کيږي.

، یوازې په تير کال کې ۴۰۰ ملیونه ډالر په هغه ساحو کې طالبانو تر لاسه کړي چې کانونه يې کیندلې او يا يې عملیات پر تر سره کړي، بلکي دا هغې سيمې دي چې چې د افغان حکومت لخوا نه شي کنټرول کیدای.

که څه هم د افغان حکومت او طالبانو لخوا د مرستې یا نورو وسیلو په واسطه ډيرې پیسې لاسته راوړلي ، خو د پیسو ډیره برخه په جنګ مصرفپږي ، چې په پراخه کچه يې په افغانستان ګډوډۍ رامنځته کړې دي، او د افغانانو ژوند او ملکیت يې تباه کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.