The news is by your side.

ایران کې پر غیر عادلانه اعدامونو د بشر حقونو نړیوال فدراسیون نیوکې

خبریال وېب پاڼه/ د بشر حقونو نړیوال فدراسیون په ایران کې د غیر عادلانه اعدامونو پر زیاتېدو اندېښنه ښیي.

د بشر حقونو نړیوال فدراسیون د اعدام له امر سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت ایران کې پر غیر عادلانه اعدامونو نیوکه وکړه.

د یاد فدراسیون د شمېرو له مخې تېر کال په ایران ٢٥١ د عدام حکمونه عملي شوی او ٢٥١ تنه پر اعدام وژل شوي او روان کال بیا په تېرو نهه میاشتو کې ١٩٠ تنه د ایران د حکومت له لوري اعدام شوي دي.

د بشر حقونو نړیوال فدراسیون د اعدام له حکم سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت په راپور کې یادوونه کړې چې ایران له قانوني عمر کشران هم اعدام کړي چې دا د بشر حقونو د نړیوالو قوانینو او ژمنو خلاف عمل دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې په وروستیو کلونو او روان کال تېرو میاشتو کې د خفیفو جرمونو مجرمینو زیات اعدامونه وشول او دا چاره د ایران حکومت له لوري لا هم دوام لري.

ایران په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې د اعدامونو د قضیو په سر کې ځای لري او دې هېواد کې ډېر اعدامونه ترسره کیږي، د ایران پر دې چارې یو شمېر نیوکه کوونکي وایي، چې ایران د مخالفینو د ډارولو او د لاندې کولو لپاره د اعدام نه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.