The news is by your side.

په ارګ کې جګړه لمړۍ برخه – فضلي، محب او فیض ځلاند

خبریال وېبپاڼه – د افغانستان ارګ یا د کوم بل هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ همېشه د دسیسو، جنجالونو او ولسمشرانو ته د نزدېکت پر سر د مهمو کسانو  د پټو او ښکاره مخالفتونو ځالې وي.

د نورې نړۍ بر خلاف د افغانستان په ولسمشري ماڼۍ کې له تېرو ۱۹ کلونو ناندریز حالت روان دی، هلته شوي مجلسونه پټ نه پاتېږي او شته مخالفتونه او ناندرۍ هم د رسنیو او خواله رسنیو د بحث سبب ګرځي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال هم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې مخالفتونه او حامد کرزي ته د نږدېکت په موخه مهمو اشخاصو د یو بل د بدنامولو او د ارګ د پټو خبرو د لوڅولو کیسې پټې پاتې نه شوې.

د اوسني ولسمشر اشرف غني په راتګ سره ۶ کاله وړاندې خلک خوښ وو چې شاید د حکومت بڼه بدله او افغانستان یو سم لوري ته لاړ شي؛ خو له بده مرغه هر څه سرچپه شول.

په ارګ ځیني داسې کسان ننوتل چې تر ډېره یې هویت هم ګونګ وو.

ارګ ته د اشرف غني د حکومت په لومړنیو ننوتونکو کسانو کې یوه مطرحه څېره د اوسني بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وو چې په لومړي ځل یې په فېسبوک کې د خپلو مخالیفینو د وهلو لپاره یو نیټورک جوړ کړ.

دا نیټورک ته د امنیت شورا له بودیجې څخه پیسې ورکول کېدې او د فېسبوک د یوې ډل په توګه به یې په حکومت کې دننه ځینې څېرې بدنامولې او د ښاغلي اتمر صفت به یې کاوه.

اتمر صیب د افغانستان ګڼ بې روزګاره ځوانان د نورو سیاسیونو د ځپلو لپاره وګومارل.

تر حنیف اتمر وروسته دا سلسله د افغانستان ملي امنیت، اداره امور او آن تر دې چې د ارګ د مطبوعاتو ریاست خپله کړه.

ورو ورو د افغانستان په ولایتونو کې والیان په همدغه فېسبوکي حکومت کولو روږدي شول او د پارلمان له وکیل صاحبانو نېولې بیا د مشرانو جرګې تر ځینو غړو او د ولایتي شورا تر وکیلانو د فیسبوکي واکمنۍ څپه خوره شوه.

د فېسبوک دې سلسلې پلویان په پیسو پېرل کېدل خو مخالفین یې هم لرل چې ورو ورو د همدغو فیسبوکیانو په مټ واړه مخالفین ډېر لوی او ان تر دې چې د حکومت ننګولو ته یې لاس ور واچاوه.

د فېسبوک او رسنیو په مخالفینو کې د فیض محمد ځلاند په نوم یو خوله ور کس ترنورو ډېر مطرح شو چې ورو ورو دومره غټ شو چې حکومتي لوړ پوړي مامورینو یې د ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه هر اړخیزه هڅې کولې.

په امریکا کې د افغانستان پخوانی سفیر او د امنیت شورا اوسنی مشر حمدالله محب هم یو له هغه حکومتي چارواکو وو چې د فیض ځلاند ملاتړ ته یې ضرورت درلود.

زه د فیض ځلاند او حمدالله محب د ګڼو ملاقاتونو شاهد یم او تلیفوني اړیکه د دغو دواړو کسانو ترمنځ ډېره عادي او دوستانه ده.

حمدالله محب چې په ارګ کې تر نورو ولسمشر اشرف غني ته نېژدې کس بلل کېده، ارګ ته د ډاکتر فضل محمود فضلي له ورتګ سره یوڅه له اشرف غني نه لېرې کړل شو.

دوام لري د لمړۍ برخې پای
لیکوال (م الف)

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.