The news is by your side.

کابل امن نه دی؛ د غلاوو او جنایي پېښو زیاتېدو په غبرګون د خلکو کمپاین

خبریال وېب پاڼه/ کابل کې په وروستیو اوونیو کې د غلاوو، هدفي وژنو او جنایي پېښو زیاتېدو کابل ښاریان اندېښمن کړي.

د غلاوو او جنایي پېښو زیاتېدو په غبرګون خلکو د (کابل امن دی؛ کابل وژغورﺉ!) په شعار کمپاین پیل کړی.

دا کمپاین په خواله رسنیو کې د غلاوو، وژنو او جنایي پېښو پر وړاندې په غبرګون کې د ټولو فعالانو له لوري پیل شوی.

له دې کمپاین یې موخه په کابل کې د جنایي پېښو زیاتېدو لپاره د امنیتي چارواکو د توجه را جلبول دي او غواړي له دې لارې خپل غږ او فریاد تر مسؤولو چارواکو ورسوي.

په کابل کې په وروستیو څوو اوونیو کې د مبایل، پیسو او هر ډول توکو غلاوې، انسان تښتونې، هدفي وژنې او نورې جنایي پېښې اوج ته رسېدلي دي.

کابل ښاریان ادعا کوي، چې د پولیسو د شتون سره سره ترې په کم واټن کې غله مبایلونه تښتوي، پیسې یې اهلي او په مرګ یې ګواښي خو پولیس پرې غوږ نه ګروي.

دوی وایي، په غلاوو او وژنو کې له غلو رسره د یو شمېر حوزو پولیس هم شریک دي، ځکه د دوی ستونزې ګوري اواقدام نه کوي.

د کابل پولیس د غلو په نیولو کې پاتې راغلي او ځینې یې له غلو سره لاس هم لري، عیني شاهدان وایي، پولیس د خلکو د ډاډ لپاره غله ونیسي، خو چې د دوی له سترګو پناه شي بېرته یې خوشې کړي.

همدا راز په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په کابل کې د غلا لپاره دوه ځوانان د غلو له لوري په شهادت رسېدلي دي او همدا رنګه د غلو له لوري یو کور وهل شوی چې د کور سامان یې ترې وړی دی.

بل لور بیا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د غلو او هدفي وژنو د ډلې د نیولو په هڅو کې دی او لسګونه تنه یې د دوی د ډلو غړي نیولي هم دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.