The news is by your side.

د پاکستاني پوځ پر پوسته بريد شوی ګڼ هلاک او ټپيان شوي دي

خبريال ويبپاڼه /پرون جمعه د کرښې هغې په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ پر يوه پوسته د راکيټونو بريد شوی چې په ترڅ کې ګڼ پاکستاني پوځيان هلاک اوګڼ نور سخت ټپيان شوي دي.

که څه هم پاکستان د پوځ ځايې چارواکو ويلي چې ۲ پوځيان هلاک او او ګڼ نور سخت ټپيان شوي دي.
خو په سیمه کې امنیتي سرچینو د جمعې په ورځ رسنيو ته ويلي چې ياد راکټي برید د دلهاه تحصیل په مومي کوړم سیمه کې شوی دی ، چې ګڼ سرتیری پکې هلاک او ګڼ نور سخت ټپيان شوي سرچينه زياتوي چې د هلاک شوو سرتيرو شمير تر ۱۰ اوړې.

بايد وويل شي چې تيره شنبه هم د پاکستاني پوځ له خوا په يوه خپره شوي اعلاميه کې ويل شوي وو چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ او پاکستاني طالبانو تر منځ سخته جګړه رامنځته شوي وه.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د پاکستاني پوځ يو سرتيری هلاک او څو تنه نور ټپيان شوي.

خو وړاندي اعلاميه زياتوي چې په ياده نښته کې يې پاکستاني طالبانو ته هم درانه تلفات اړولي دی.

بايد وويل شي چې د پاکستان پوځ له څو اونيو راهسي د پښتنو د ځپلو په موخه سخت علميات پيل کړي دي، په دې پلمه چې په شمالي وزيرستان او د کرښي هغې غاړي نورو پښتون ميښتو سيمو کې د ترهګرو پټنځايونه له منځه وړي.

د يوه راپور له مخي چې تيره اونۍ خپور شو پکې ويل شوي چې د کرښي هغي غاړې په قبايلي سيمو کې چې په دې ورستيو کې په خيبر پښتونخوا پوري تړل شوي په جلا ، جلا نيښتو کې تر ۴۶ زيات پاکستاني پوځيان هلاک شوي او ګڼ شمير نور سخت ژوبل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.