The news is by your side.

د ازربایجان او ارمنستان تر منځ هم د سولې خبري پيليږي

خبريال ويبپاڼه/له څو دوو اونيو سختو جکړو وروسته د ازبايجان او ارمنستان چارواکي د سولي خبرو ته سره کينې.

ټاکل شوې ده د اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیران په نږدې دوه اونیو کې د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه خبرې وکړي.
تمه کیږي چې په مسکو کې د نن ورځې خبرې به د ناګورنو – قراباغ په جلا شوي سیمه کې له جکړې وروسته اوربند ته لاره هواره کړي.

دا ناسته او د سولې خبري له هغه وروسته پيل کیږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دواړو هيوادونو په مشرانو غږ وکړ چې په ناګورنو – قرباغ سيمه کې پوځي اقدامات پای ته ورسوي.

هيره دي نه وي چې د ازربايجان او ارمنستان د لانجې په حل کې د روسیې هيواد سربیره ، فرانسه او متحده ایالات هم په دغه شخړه کې د حل په موخه منځګړيتوب کوي.
د ازربايجان او ارمنستان شجړه هغه وخت نړيواله شوه چې ځينو هيوادنو د ارمنستان او ځينو بيا د ارزبايجان هيواد ملاتړ وکړ. چې له هغې ډلي روسي د ارمنستان ملاتړ کول او امريکا او ملګرو يې د ارزبايجان ملاتړ کول چې افغانستان هم د ازربايجان ملاتړ وکړ.

بايد وويل چې د ارزبايحان ارمنستان ترمنځ په دغه سخته جکړه کې د واړه لوريو په زرګونو پوځيان ووژل او ژوبل شول.
چې د جکړې په لومړيو کې د رسمي شمير له مخې تر ۱۰۰۰ زيات پوځيان د دواړه لوريو له خوا وژل شوي وو.

د ارزبايحان او ارمنستان ترمنځ د قراباغ په سيمه جکړه دا لومړی ځل نه دی بلکي څه باندي ۲۶ کاله مخکې هم دې دواړه هيوادنو پر دغه سيمه سختې جکړي وکړي چې له هغه وروسته هم دواړه لوري په اروبند سره سلا شول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.