The news is by your side.

ټرمپ: ایران سره به داسې کار وکړم؛ چې تر اوسه ورسره چا کړی نه وي

خبریال وېب پاڼع/ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر ایران د سختو بندیزونو د لګولو ګواښ کړی.

ټرمپ په یوه راډیويي مرکه کې یادوونه کړې که ایران په سیمه کې له خپلو نا سمو سیاستونو لاس په سر نه شي، داسې کار به ورسره وکړي چې تر اوسه ورسره چا کړی نه وي یا یې له دې مخکې بېلګه نه وي.

ایران بیا د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د ټرمپ د خبرو پروا نه لري، ایران له سختو سختو بندیزونو بریالی وتلی او بیا هم د ټرمپ د درواغجنو څرګندونو پروا نه کوي.

په ورته مهال پرون امریکا پر ایران د بندیزونو په لړ کې په ١٨ ایراني بانکونو بندیزونه ولګول.

امریکا په دې سره غواړي چې له نړیوال بانکي سېسټم نه ایران ګوښه کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت تازه د ایران په هغو ١٨ بانکونه په نښه کړي، چې پخوا د امریکا له بندیزونو پاتې شوي وو.

د امریکا د خزانې وزارت په دې تړاو یو خبر پاڼه کې ویلي وو، چې له دې یې موخه دا ده څو د تهران هغه مالي سرچینې بندې شي چې ایران پرې د اټومي پروګرام په چوکاټ کې، اټومې وسلې، راکېټونه، ترهګرۍ روزنه کوي او پرې غواوي د ترهګرو شبکې د خپلو ګټو لپاره په سیمه کې استعمال کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران له لوري په وروستیو کې د اټومي پروګرام پرمختګ او د یورانیمو غني کولو په نړیواله کچه غبرګونونه را پارولي.

د ایران او امریکا تر منځ ناوړه سیاسي کړکېچ دوام لري او امریکا د پخوا په پرتله پر ایران خپل بندیزونه څو برابره نور هم زیات کړل، دواړه هېوادونو یو بل ته ګوته ماشه ناست دي او وخت نا وخت یو بل ته ګواښونه هم کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.