The news is by your side.

د کابل پوهنتون زده کړیالان: فیض ځلاند دې له دندې ګوښه شي

خبریال وېب پاڼه/ د کابل پوهنتون استادانو، زده کړیالانو او مدني فعالانو له دندې د فیض ځلاند د ګوښه کولو غوښتنه کړې.

دوی دا غوښتنه د فیض ځلاند د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړې چې له طالبانو او خلکو یې غوښتي وو چې عامه ځایونه، سړکونه، هوایي ډګرونه او نور تخریب کړي.

د کابل پوهنتون استادانو، زده کړیالانو او مدني فعالانو د کابل پوهنتون د استاد فیض ځلاند د ګوښه کولو په غوښتنلیک کې لیکلي، چې فیض ځلاند عامه اذهان تخریبوي او خلک د نظام پر ضد را پاڅوي.

دوی په لیک کې د لوړو زده کړو له وزارت غوښتي چې په لومړیو کې دې دا موضوع وپلټي او وروسته له هغې د ځلاند له دندې ګوښه او عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژني.

د کابل پوهنتون استادان، زده کړیالان او مدني فعالان همدا راز له امنیتي ادارو او عدلي او قضایي ارګانونو غوښتي چې د ځلاند موضوع د جدي وڅاري او د خپلو اقوالو او کړنو لپاره دې مجازات شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کابل پوهنتون استاد فیض ځلاند ته منسوبه ویډیو په خواله رسنیو کې خپره شوې وه، ځلاند له طالبانو غوښتي وو چې د افغان حکومت خبره ونه مني او اوربند ونه کړي.

ځلاند ویلي وو، چې طالبان بايد اوربند ونه کړي، بلکې د دې پر ځای چې اوربند وکړي بايد په افغان پوځ، ارګ او هوایي ډګر سخت بريدونه وکړي، مهم ځايونه بايد طالبان ونیسي تر څو افغان حکومت ورته اړ او واک ورته خوشی کړې. او په دې توګه یې طالبان خلک تخریب ته هڅولي وو چې ګڼ غبرګونونه یې را پورته کړي وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.