The news is by your side.

له کابل وروسته هرات کې غلاوې او جنایي پېښې اوج ته رسېدلي

خبریال وېب پاڼه/ په هرات ولایت په تازه پېښو کې وسله والو غلو په هرات کې دوه تنه ویشتلي او په شهادت رسېدلي دي.

د هرات ولایت اوسېدونکي امنیتي بنسټونه د غلاوو، هدفي وژنو او جنایي پېښو په مهار کې په ناکامۍ تورنوي.

د هرات ولایت حوزوي روغتون شمېرې ښیې چې په دې ولایت کې د هدفي او وسله والو وژنو پېښې د تېرې میاشتې په پرتله په سلو کې شل سلنه زیاتې شوي دي.

د حوزوي روغتون مسؤولین وایي، روانه میاشت په وسله والو جنایي پېښو کې ١٠٨ تنه ټپیان روغتون ته راوړل شوي وو، چې له ډلې یې ٢٤ تنو ساه ورکړې.

د هرات ښاریان هم اندېښنه ښیي چې اوس مهال په هرات کې غلاوې او وژني دومره زیاتې شوي چې یوازې د مبایل او نورو توکو د اخیستلو لپاره غله خلک وژني.

د هرات امنیتي چارواکي پولیسو ته امر کوي چې هر ځای یې مجرمین لیدل، ودې یې نیسي او که تسلیم نه شي نو بیا د قانوني اجرأت ورسره وشي.

نږدې شل ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د هرات د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه د هرات ٤٠ تنه امنیتي چارواکي له دندو لېرې کړل خو د هرات اوسېدونکي وایي امنیتي بنسټونو کې د بدلونونو راتللو سره سره بیا هم د هرات امنیتي وضعیت بد دی.

دا په داسې حال کې ده چې په پلازمېنه کابل کې هم غلاوې، هدفي وژنې او جنایي پېښو زیاتېدو له کبله خلک تر پوزې راغلي، او په رڼا ورځ کابل ښاریان په ښار کې ډاډه نه شي ګرځېدلی. اوس نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې زیاتې شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.