پاکستان او ایران ته د کباړو قاچاق بیا زیات شوی
خبریال وېب پاڼه/ په افغانستان دننه د کباړو د ویلي کولو کار خونو باندې د کباړو د پلو بندېدو له کبله یو ځل بیا پاکستان او ایران ته د کباړو قاچاق زیات شوی دی.
د کباړو او اوسپنو وېش او پلور پروسه کې د روڼتیا د نه شتون له کبله او همدا راز حکومتي بسنټونو کې فساد هغه لامل دی چې په افغانستان دننه د کباړو د ویلي د کارخونو فعالیتونه درېدلي او کباړ یې پاکستان او ایران ته قاچاق کیږي.
د افغانستان د خونو فدارسیون تأییدوي، چې د کباړو نه شتون له کبله د اوسپنې ویلي کولو فابریکو فعالیتونه درېدلي دي.
د یاد فدراسیون مرستیال وایي، د دغه پروسې درېدل د دې لامل شوي چې له افغانستان نه پاکستان او ایران ته د کباړو قاچاق بهیر چټک شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا حکومتي بنسټونه د کباړو په قاچاق کې د لوس لاس لرلو له کبله تورنوي.
د دې کباړو زیاته برخه د امنیتي ځواکونو ویجاړ شوي ټانکونه، هاوانونه، موټرونه او داسې نور وسایط دي چې د جګړې په ډګر کې د تخریب له کبله ترې په زیاته اندازه کباړ تر لاسه کیږي.
د افغانستان په څو لسیزه جګړه کې په زرګونه، ټانکونه، موټرونه، هاوانونه او داسې نور وسایط تخریب شوي خو د یو شمېر جهادي مشرانو له لوري په هغه وخت کې پر پاکستان وپلورل شوې او یا وړیا په قاچاقي توګه ور وړل شول.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.