The news is by your side.

پکتیاوال: غني ٣ کاله مخکې د بالاحصار د جوړېدو ژمنه کړې وه؛ خو اوس نړیږي

خبریال وېب پاڼه/ د پکتیا ولایت اوسېدونکي د تاریخي ابداتو د بیا جوړولو په برخه کې حکومت پر بې غورۍ تورنوي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکي ګیله کوﺉ، چې درې کاله وړاندې ورسره محمد اشرف غني د ګردېز د بالاحصار د بیا جوړولو ژمنه کړې وه، خو بالاحصار ورځ تر بلې د خرابېدو سره مخ تی.

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې تاریخي کلا چې د ګردېز پر بالاحصار مشهوره ده، د خرابېدو او ړنګېدو په حال کې ده، چې د حالت یې پکتیا وال اندېښمن کړي او پر وینا یې د بالاحصار په شاوخوا کې زورواکو سیمې لاندې کړي او شاوخوا یې مېنې ابادې کړي دي.

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم د ګردېز د بالاحصار د تخریب خبر تأییدوي خو د بیا رغونې په تړاو یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني په زیاتو ولایتونو کې د ټاکنیزو کمپاینونو په غونډو کې له خلکو سره بې سارې ژمنې کړې وې، خو د کلونو په تېرېدو لا هم ورته د عمل جامه نه ده اغوستل شوې.

د پکتیا ولایت بالاحصار په زرګونه کاله تاریخي مخینه لري، چې ویل کیږي د چنګیز په نوم د هغه وخت یو ظالم پاچا په وخت کې پر یوه غونډۍ د غلامانو په لاس جوړه شوې وه او هغه مهال د غزني او هند تر منځ یو ښار په توګه وو، چې د هند دروازې په نوم هم یادېده،  خو اوس افغانستان په لسیزو جګړو کې تخریب شوې او ان د ړنګېدو له ګواښ سره مخ ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.