The news is by your side.

طالبان: هيله مند دي چې ټرمپ ژر روغ او بيا ولسمشر شي

خبريال ويبپاڼه /د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له سي بې ايس نيوز تلويزونې شبکې سره په مرکه کې وويل له هغه وروسته چې ټرمپ په کرونا ويروس ککړ شوی دوی ورته انديمښن دي او هيله لري چې ټرمپ ژر روغ او د امريکا رالوتلونکی ولسمشر شي.

بايد وويل شي چې د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد وويل طالبان هیله لري ټرمپ راتلونکې ولسمشرۍ انتخابات وګټي او په افغانستان کې نظامي حضور پای ته ورسوي
طالبانو هیله څرګنده کړې چې ډونلډ ټرمپ به د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات وګټي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تلیفون له لارې سي بي ایس نیوز ته وویل چې طالبان هیله لري ټرمپ به د امریکا راتلونکي ولسمشرۍ انتخابات وګټي تر څو په افغانستان کې خپل نظامي حضور پای ته ورسوي.

که څه مجاهد وويل چې ټرمپ د ټولې نړۍ لپاره خندونکی او مسخره څيره ده خود طالبانولپاره هوښیار  سړی دی.
د طالبانو د مشرتابه شورا غړو هم ویلي چې د ټرمپ د روغتیا په اړه اندیښنې وروسته له هغه راپورته شوې چې هغه په ​​کرونا ویروس اخته شو.

په ورته وخت کې ، بيا د ټرمپ د کمپاین ډلې په راتلونکو ټاکنو کې د طالبانو لپاره د ټرمپ ملاتړ رد کړی ، او ویلي یې دي چې ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو او د هغې د اتباعو ګټو ته ژمن دی نه د طالبانو اونورو ترهګرو ډلو ګټو ته.

 

داسي ويل کيږي چې ټرمپ په دې ورستو کې طالبانو ته په ميليونونو ډالر مرسته ورکړي ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.