The news is by your side.

اندرابي پولیسو ته: نور پر مجرمینو او غلو هېڅ رحم ونه کړﺉ

خبریال وېب پاڼه/ پلازمېنې کابل او یو شمېر لویو ښارو کې ، د غلاوو، هدفي وژنو او جنایي پېښو زیاتېدو په درشل کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د کابل پولیسو ته امر کړی چې له دې وروسته دې پر غلو او مجرمینو هېڅ رحم نه کوي.

اندرابي تېره شپه د کابل ښار له امنیتي حوزو نه لیدنه کړې او ویلي یې دي چې د کابل امنیتي وضعیت باید بدلون وکړي او د همدې لپاره باید پر مجرمینو او غلو نور هېڅ رحم ونه شي.

مسعود اندرابي پولیسو ته پر مجرمینو د ډزو کولو اجازه ورکړې او وایي، مجرمین نه باید په کابل ښار کې ازاد تګ را تګ وکړي، که مو چې ولیدل ډزې پرې وکړﺉ او ویې ولﺉ.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست داسې مهال د کابل پولیسو ته پر مجرمینو د ډزو کولو اجازه ورکوي، چې تر بل هر وخت په پلازمېنه کې د هدفي وژنو، غلاوو او جنایي پېښو شمېر اوج ته رسېدلی.

له کابل وروسته په هرات او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې هم وسله والې وژنې او غلاوې زیاتې شوي دي، غله د یو مبایل لپاره ځوانان په مرګ ګواښي او زیات ځوانان یې وژلي هم دي. روانه اوونۍ په کابل ښار کې وسله والو غلو وژنې هم زیاتې کړي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، دوی د غلوو او جنایي جرمونو تورنو کسانو د نیولو په هڅو کې دي او د غلو او هدفي وژنو د وسله والو شبکو ډېر غړي یې نیولي هم دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.