The news is by your side.

هلمند: د اميندوارې مور په نس کې ماشوم په مرمۍ لګېدلی

خبريال ويبپاڼه /د يوې هلمندۍ امنيدوارې ميرمني په نس ک نړۍ ته راتلوونکی ماشوم په مرمۍ لګيدی او له مور سره يو ځای شهيد شوی دی.
له هغه وروسته چې ددې ماشوم عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوه د افغانانو سخت غبرګونه يې را وپارول.
ګڼو افغانان دا دظلم انتها بللي. او دا کار يې له انسانيت او اسلام څخه بيخي لري بللی او له دواړو غاړو څخه يې غوښتي چې د خدای په خاطر او ددې غريب ولس په خاطر له جکړي لاس واخلې.

له څو وروځو راهسي په هلمند کې سخته جګړه روانه ده آن دا جګړې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته راورسيده همدا اوس د لښګر ښار په منځ کې سخته جګړه روانه ده.
ياده دي وي چې د زميني ځواک تر څنګ اوس هوايې ځواک هم د جګړې د کنټرول په موخه په جګړه کې برخه اخيساي په ډيريو سيمو يې درنې بمارۍ کړي دي.

بايد وویل شي همدا اوس تازه د معلوماتو له مخې د بهرنيو ځواکونو د سختو بمباريو له امله د ناوی ولسوالی د خیر آباد په ساحه کې ۲۳ طالبان ووژل سوه او سرخودس په کلی کې دری موتران اور اخیستی دی.

هيره دې نه وي چې له څو ورځو راهسي په هلمند کېـسخته جګړه روانه ده .
دغه جګړه د هلمند تر ښار پورې را ورسيده نن مازيګر د هلمند ولایت د مرکز لښکر ګاه ښار څلورمې امنیتي حوزې له سختې جګړې وروسته سقوط وکړ، خو امنیتي پرسونل ترې وتلی.

په هلمند کې جګړه دومره سخته شوې، چې د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ تر پولو رسېدلې او د هغې ځای پر پوستو بریدونه روان دي.

په ورته مهال د هلمند، په نهر سراج، مارجې او نادعلې ولسوالیو کې هم سختې جګړې روانې دي، چې د کندهار له دور راهي څخه د هلمند د لښکر ګاه لوري ته وزیرو ماندې سیمې پورې پوستې سقوط شوې او هلمند له څو ورځو را هیسې د زورورې جګړې سره مخ دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.