The news is by your side.

په ارګ کې جګړه – فضلي؛ محب او فیض ځلاند(دوهمه برخه)

خبریال وېبپاڼهښاغلي فضلي د اشرف غني مېرمنې رولا غني ته ځان نېژدې کړ او ورو ورو یې د حمدالله محب د ریښو په غوڅولو پیل وکړ.

محب هم ارام کښېنه ناست او د اجمل غني هغه طرحه یې خپله کړه چې له مخې یې اجمل غني سلام رحیمي له ارګ نه و ایستلو او د سولي وزارت یې وروسپاره.

حمدالله محب درې اړخیز کار وکړ؛ فضلي ته یې د چارو د ادارې د مخته وړلو وړاندیز وکړ او غني یې قانع کړ چې د چارو ادارې ته ته با اعتماده کس د تګ اړتیاده.

ښاغلي محب فکر کاوه چې ښایي د چارو ادارې ته له تګ سره به محمود فضلي له غني یوڅه فاصله ونیسي خو دا طرحه یې بریالۍ نشوه.

ظاهرآ محمود فضلي او حمدالله محب له یوبل سره ملګري او کاروباري شریکان دي؛خو غني ته د نېژدېکت پر سر د دواړو مخالفت له یوبل سره ژور دی. په ښکاره کاروبار کې حمدالله محب او محمد فضلي په ذاویه میډیا سره شریکان دي چې بودیجه یې د اشرفغني په حکم له حکومت نه ورکول کېږي او د حمدالله محب وراره عصمت محب یې چلوي.(بودیجه او اسناد به یې زه بله لیکنه کې شریک کړم

(د حمدالله محب او فضل محمود فضلي پټ کاروبارونه په بله لیکنه کې)

په ارګ کې درېیمه کړۍ چې د اجمل غني کړۍ ده نسبتآ د حمدالله محب طرفداره او د محمود فضلي مخالفت کوي؛ دا کړۍ پر محمود فضلي تور لګوي چې د پاکستان سره پټې اړېکي لري او توري پیسې هم سپینوي. داکړۍ دا هم وايي چې فضلي په اخلاقي فساد ککړ دی او دوی د محمود فضلي خلاف اسناد راغونډوي او د دې کړۍ د یوه غړي په وینا چې له ما سره یې خبرې کولې دوه موارده اسناد یې د محمود فضلي خلاف ولسمشر ته سپارلي هم دي.

دا کړۍ وايي چې په ځینو برخو کې حمدالله محب او فضلي په ګډه پراخ فساد کړی؛ د خپلو ملګرو په نومونو یې لويي کمپنۍ جوړي کړې دي او د افغانستان لوی قرار دادونه یې ورکړي دي.

څلورمه کړۍ د امرالله صالح ده چې مخامخ ولسمشر ته لاس رسی لري او د محمود فضلي؛ حمدالله محب او اجمل غني له کړۍ سره یوډول اړیکي ساتي.

پنځمه کړۍ د اسدالله خالد ده چې له ټولو بره یادو شویو کسانو سره مساوي اړېکي ساتي خو حمدالله محب ته تر نورو نېژدې دی.

د محمود فضلي او حمد الله محب کړۍ د نورو کړیو برخلاف ولسمشر ته د هر کس د نېژدې کېدو مخالف بلل کېږي، خو نوري کړۍ ولسمشر غني ته یوازي هغه کسان نه ورپرېږدي چې ددوی خلاف وي؛ لارې یې بندوي او هڅه کوي چې ملاقات یوازي ونه کړي.‌

دا غونډې کړۍ د خپلو ګټو په موخه د مهمو اشخاصو په مخنیوي کې چې غنيونه ګوري له یوبل سره مرسته کوي.

ځینيکسان چې د اشرف غني لوړرتبه ماورین ديیا شخصي ملګرتیا ورسره لري د دې کړۍ د مخالفتونو سره سره کولای شي چې اشرف غني‌ وګوري او د هغه نه مکتوب، فرمان او خپله غوښتنه تر لاسه کړي.

دې کسانو کې یو معصوم ستانکزی دی چې پخوا د ملي‌ امنیت ریس وو او اوس د سولي د مذاکراتي ټیم مشر دی؛ نوموړي د محمود فضلي او حمدالله محب په بای پاس کولو سره مخامخ فیض ځلاند ته له ولسمشر نه فرمان واخیست او هغه یې د سوليد مذاکراتي ټیم د سلاکار په توګه له ځان سره دوحې ته بوتلو.

کله چې محمود فضلي او حمد الله محب د ولسمشر غني له دې فرمان نه خبر شول؛ دلته یې بیا لاسونه سره ورکړل او د ذاویه میډیا په مټ یې چې عصمت محب د حمد الله محب وراره یې چلوي او ملکیت یې د حمد الله محب او محمود فضلي شریک دی د فیض ځلاند یو غږ خپور کړ.

دوام لري د دوهمې برخې پای

لیکوال (م الف)

په ارګ کې جګړه لمړۍ برخه – فضلي، محب او فیض ځلاند

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.