The news is by your side.

جعفر هاند د افغان کيرکيټ افتخاري سفير وټاکل شو

خبريال ويبپاڼه / د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا تکړه ژورنالیست او دکرکيټ د ډګر کارپوه او خبريال محمد جعفر هاند د افغان کریکټ د افتخاري سفیر په توګه وټاکل شو.

د کریکټ په برخه کې ، د ښاغلي هاند له خوا په دې وروستیو ورځو کې “د نړۍ او افغانستان درې پیړۍ ، د کریکټ تاریخ” تر سرلیک لاندې یو کتاب هم خپور شوی دی ، چې د افغان کریکټ تاریخ مخينې. یادونه ، لاسته راوړنې او د لوبغاړو شاليد روښانه کوي.

د افغانستان د کرکيټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي وویل: موږ د هغه خدمتونو او چوپړونو ته درناوی کوو.

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه: ” جعفر هاند اکثرا د کریکټ په اړه غوره څیړنیز راپورونه لیکي ، د کریکټ ته ژور پوښښ ورکوي او په دې وروستیو کې یې د کرکيټ په اړه یو په زړه پوری او جامع کتاب هم لیکلی دی. د افغان کرکيټ بورډ په ​​استازیتوب ، زه غواړم هغه د افغانستان د کریکټ د افتخاري سفیر په توګه وټاکم ، ترڅو هغه نور هم وهڅول شي او د افغانستان کرکيټ لپاره ډیر څه وکړي.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي یوسفزي د ښاغلي جعفر په لاس د نوي لیکل شوي کتاب ۲۰۰ ټوکه په خپل شخصي لګښت سره هم واخیستل شو.
چې د هغه په ​​وینا د مرکزي دفتر سربیره به اداري زونونو ته واستول شي.
ښاغلي یوسفزي زیاته کړه: “موږ تل د رسنیو اصول او مقرراتو ته درناوی کړی او معلوماتو ته لاسرسی ته مو تل احترام کړی دی. موږ تل د کرکټ په اړه ټول اړونده معلومات له خپلو درنو خبریالانو او څیړنیزو بنسټونو سره شریک کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.