The news is by your side.

په هلمند کې عامه او ټولګټي ځايونه تخريب او چور شوي دي

خبريال ويبپاڼه /په هلمند ولايت کې له څو ورځو سختې جګړې وروسته ډير داسي ټولګټي ځايونه تخريب او تجيزات يې تښتول شوي چې ملي شتمنۍ او د ولس مال بلل کيږي.

تازه د هلمند او کندهار ولایتونو لپاره د بریښنا سب سټیشن شيان چور او غلا شوی او لاهم دغه جریان روان دی.
د بریښنا شرکت رییس وحیدالله علیزي وویل چې طالبانو له خوا د سب سټیشن یوې برخې ته اور اچول شوی په هغه  ځای کې چې د بريښنا شرکت کار کوونکي او ساتونکي اوسيدل.
د هغه په خببره کمپیوټرونه او نور تجهیزات یې ترې چور او غلا شوي دي.
د افغانستان بریښنا شرکت هم د سب سټیشن د ساتنې او غلا په اړه هم یو بیان خپور کړی دی.

له څو وروځو راهسي په هلمند کې سخته جګړه روانه ده آن دا جګړې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته راورسيده همدا اوس د لښګر ښار په منځ کې سخته جګړه روانه ده.
ياده دي وي چې د زميني ځواک تر څنګ اوس هوايې ځواک هم د جګړې د کنټرول په موخه په جګړه کې برخه اخيساي په ډيريو سيمو يې درنې بمارۍ کړي دي.

په ورته مهال د هلمند، په نهر سراج، مارجې او نادعلې ولسوالیو کې هم سختې جګړې روانې دي، چې د کندهار له دور راهي څخه د هلمند د لښکر ګاه لوري ته وزیرو ماندې سیمې پورې پوستې سقوط شوې او هلمند له څو ورځو را هیسې د زورورې جګړې سره مخ دی.

بايد وويل شي چې د سولي د خبرو له پيل ورسته په ټول افغانستان کې جګړو زور نيولی او هره ورځ د جګړې له لاسه په سل ګونو افغانان شهيدان ، ژوبل او زخمي کيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.