The news is by your side.

د سولې خبرو پوره ۳۰ ورځي کيږي خو جګړه ورځ تر بلې زور اخلې

خبريال ويبپاڼه/ پوره يوه مياشت کيږي چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د قطر په دوحه کې په دې نه دي سره جوړ شوي چې د خبرو لومړی پړاو پيل کړي.

د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتو ډلو ترمینځ یوه میاشت دمخه د افغانستان د ۱۹ کلنې جګړه د پای ته رسیدو په موخه د سولې خبرې پیل شوې ، خو دا خبرې اترې بيخي ورو او له خنډ سره مخ دي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې د سپټمبر په ۱۲ مه د قطري په پلازمېنه دوحه کې  پیل شوې او دا دی پوره يوه میاشت ووته خو لا هم دواړه لوري د خبرو په طرزالعمل نه دي سره جوړ شوي.

که څه هم له يوې خوا د سولي خبرو ورو له خنډ او ځنډ سره مخ دي خو له بله پلوه بيا په افغانستان کې جګړې سخت زور نيولی دی.
هره ورځ د افغانستان په څه باندي ۲۹ ولايتو کې جګړه روانه ده.

همدا اوس د هلمند په مرکز لشکر ګاه ښار کې درنه جګړه روانه ده.

عام ولس له جګړي سخت ستړی او له داوړه لوريو څخه غواړي چې جنګ بس کړي.

هيره دې نه وي چې په افغانستان کې روان ناورين، ۴۳ کلنې جګړې، خراب اقتصادي حالت ، بې روزګارۍ او ګڼو نورو ستونزو افغانان سخت ګړولي او له ژوند څخه يې بيرازي کړي.
د افغانستان د خلکو تر ټولو ستونزه او انساني ناورين روانه جګړه ده چې هره ورځ په سل ګونو افغانان پکې شهيدان ، معلول، معيوب او ژوبل کيږي.

بايد وويل شي چې عام ولس له جګړې سخت ستړی دی د جنګ له ټولو لوريو څخه يې په وار، وار غوښتي چې د خدای لپاره جګړه بس کړی.

د هغوی په خبره موږ هم انسانان يو د ژوند کولو حق لرو ، ددې حق لرو چې چې ارامه ، سوکاله ژوند وکړو. ددې حق لرو چې علم ، پوهه او د ژوند نور هنرونه زده کړو.
حال دا چې تر اوسه هيچا په افغانانو رحم نه دی کړی بلکي خپل ټول جنګي پلانونه يې په همدې ځای کې پلي کړي دي، له افغانستان څخه د نړۍ جنګ جوړ شوی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.