The news is by your side.

پر لښکر ګاه ښار د طالبانو برید پر شا وتنبول شو

خبریال وېب پاڼه/ د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ وایي د دې ولایت په مرکز لښکر ګاه ښار یې د طالبانو برید پر شا تنبولی.

دا په داسې حال کې ده چې جګړه د هلمند ولایت مرکز لښکر ګاه ښار څنډو کې روانه ده، چې تېره ورځ د هلمند ولایت څلورمې امنیتي حوزې هم سقوط کړی وو، طالبانو د کندهار هلمند لویه لار هم تړلې وه او اوس مهال جګړه د هلمند ولایت مقام ته نزدې په څو کیلو مټرۍ کې روانه.

د هلمند په نادعلې، ناوې، باباجي او نهر سراج ولسوالۍ کې جګړه ډېره شدیده، چې د سیمې اوسېدونکي یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي، د هلمند ولایت امنیه قومندان خلیل الرحمن جواد بیا نن دوشنبه د هغو طالبانو جسدونه رسنیو ته وښودل چې بېګا شپه په هوایي بریدونو کې وژل شوي وو.

ښاغلی جواد وایي، په جګړه کې د طالبانو د مهمو قومندانانو په ګډون ١٧١ تنه وژل شوي دي او د لاسه تللو سیمو بېرته نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.

په هلمند ولایت کې له څه باندې څلورو ورځو راهیسې سخته جګړه روانه ده، چې د هلمند سره سره د کهار د میوند ولسوالۍ تر پوستو هم رسېدلې او د کندهار له دوراهي څخه د هلمند تر لښکر ګاه ښاره سیمې له سختې جګړې سره مخامخ دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.