The news is by your side.

امریکا هلمند کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي

خبریال وېب پاڼه/ افغانستان کې د امریکایي ځواکونو وایي په تېرو دوو ورځو یې په هلمند ولایت کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي.

د امریکایي ځواکونو ویاند وایي چې دا بریدونه یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د طالبانو سره د دوحې د سولې هوکړې په مطابق شوي دي.

په ورته مهال په هلمند ولایت کې جګړه دومره سخته شوې، چې د هلمند مرکز لښکر ګاه ښار کې د ولایت مقام په څو کیلو مټرۍ کې روانه ده. پرون د هلمند څلورمې امنیتي حوبې هم سقوط کړی وو او د نهر د ٦٠١ شهرا او د هلمند- کندهار لویه لار د طالبانو له لوري تړل شوې وه.

د هلمند امنیه قومندانۍ وایي، پر لښکر ګاه ښار یې د طالبانو له سختو بریدونو مخه نیولې او د سقوط له ګواښ یې ژغورلی دی.

هلمند له څو ورځو را هیسې له درنې جګړې سره مخ دی، د لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د جګړې له وېرې مرکز لښکر ګاه ته را کډه شوي، هو لښکر ګاه باندې هم توغندې را روان دی او هره شېبه د سختې جګړې له ګواښ سره مخ دی.

د هلمند په جګړه کې له سلو ډېر طالبان وژل شوي او همدا راز د ملکي وګړو په ګډون امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند هغه سیمې چې اوس مهال د طالبانو په لاس کې دي، یو شمېر امنیتي پوستې یې د طالبانو او ملکي خلکو له لوري ورانې شوي دي، هغه عکسونه چې پر خواله رسنیو لاس پر لاس شوي، په کې ښکاري چې ملکي خلک له طالبانو سره یو ځای په امنیتي پوستو ولاړ دي او نړوي یې، چې پر خواله رسنیو یې د ټولو افغانانو ګڼ غبرګونونه را پارولي او ملکي خلک طالبانو سره پر مرستې ملامتوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance