The news is by your side.

له کابل را وروسته په ولایتونو کې د هدفي وژنو اوج

خبریال وېب پاڼه/ د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د هدفي وژنو زیاتېدنې ولسي وګړي اندېښمن کړي، دوی وایي د لوګر ولایت مقام، او امنیه قومندانۍ ته په څو کیلو مټرۍ کې نږدې، خلک په نښه کیږي، چې تر ډېره د امنیتي ادارو پورې اړوند کسان دي.

د پل علم ښار ښار اوسېدونکي په دې ښار کې د هدفي او وسله والو وژنو د زیاتېدنې لامل د امنیتي ادارو تر منځ نه همغږي او د کشفي ارګانونو کمزوري ښیي.

خو د لوګر ولایتي مسؤولین بیا وایي چې پل علم ښار کوچنی والی بولي، دوی د خلکو اندېښنې هم پر ځای ګڼي، خو وایي د مخنیوي په پار یې امنیتي ارګانونه جدي دي.

د لوګر امنیتي چارواکي بیا دا کار د کشفي او استخباراتي ادارو بولي، چې پر وینا ی بایدو خپلو کې همغږي اوسي، په ګډه سره تصفیوي پلا ترتیب کړي او په ښار کې چېک پواینټونه زیات کړي.

د لوګر امنیتي ارګانونو د شمېرو له مخې تېره اوونۍ پل علم ښار کې امنیتي ادارو پورې اړوند درې کسان ترور شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل وروسته، په ننګرهار، هرات، لوګر او زیات شمېر ولایتونو کې د هدفي او وسله والو وژنو، غلاوو او جنایي پېښو ګراف لوړ شوی دی.

په کابل ښار کې په رڼا ورځ غله له موټرو خلک ښکته کوي، پیسې او مبایلونه یې اخلي او یا یې د قیمتي توکو لپاره وژني.

کابل ښاریان وایي، له کوره په ډاډه زړه نه شي را وتلی او هره شېبه ورسره د غلو او وسله والو وېره وي چې ترور یې نه کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست په تازه وختونو کې پولیسو ته امر کړی چې د غلو او مجرمانو په لیدو سره درېغ ونه کوي او مستقیماً یې وولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.