The news is by your side.

اسلامي جمهوریت که اسلامي امارت

خبريال ويبپاڼه /د هرې تاریخي دورې حکومتونه که غلامي، فیودالي او یا شاهي وو نو د همغه وخت د شرایطو سره یې سمون لرلو او د هغو خلکو د اړتیاو لپاره یې د حل لارې ورته لرلې.
د معاصرې دورې په راتلو سره هر څه په نړۍ کې تغیر شو. صنعت وده وکړه. معاصره تکنالوژي د ژوند په چارو کې ډېره دخیله شو. د انسانانو د پوهې کچه لوړه شوه او په مختلفو برخو کې اختراعات او کشفیات وشول او هم ژوند ورسره پېچلی شو.
د کارونو د تقسیم لپاره یو کس نور ددې وړتیا نه لري چې هر څه پخپل لاس کې ونیسي او حکومت یا مدیریت وکړي. ددې دور خصوصیت دادی چې دولتونو د کارونو او اړتیاو د پوره کولو لپاره واکونه سره وویشل او د هرې ادارې واکونه او صلاحیتونه یې ورته د قانون په چوکاټ کې معلوم کړل؛ تر څو کار په ښه ډول سرته ورسېږي او هم یو د بل په چارو کې لاس وهنه ونه کړي.

د معاصر تاریخ د حکومت کولو طرز جمهوري دی او جمهور خلکو ته وایي. معنا داچې عام خلک په جمهوري نظامونو کې د حکومت او دولت په چارو کې شامل دي او د قانون جوړولو په پروسه کې ونډه اخلي.

پخوا به د حکومت کولو او قانون جوړولو حق او صلاحیت یو محدوده ډله خلکو سرته رسولو او د دین یا قوانینو نه به یې د خپلو شخصي ګټو په خاطر ګټه اخیسته.

جمهوري نظامونه بیا د هر هېواد خلکو د خپلو اړتیاو او د ټولنې د عیني شرایطو په اساس د قانون په چوکاټ کې جوړ کړي. اصول د جمهوریت دا دي چې خلک د خپل دولت د پرمختګ لپاره د آزاده رایې ورکولو په اساس د یو محدود وخت لپاره حکومت ټاکي؛ او بیا همدغه خلک بېرته د حکومت په کارونو نظارت کوي او ترې پوښتنه کوي.

خو برعکس بیا په شاهي یا د یوې مخصوصې ډلې لخوا په زور حاکم شوي نظامونو کې عام خلک د واکدارانو نه پوښتنه نه شي کولای، او هر څه چې وغواړي سرته یې رسوي او کوم څوک یې مخه هم نه شي نیولای.کچېرته بیا څوک په دوی انتقاد وکړي نو سخته او وېرونکي سزا په عام محضر کې ورکوي تر څو نور پرې ووېروي او د انتقاد او پوښتنې جرأت په راتلونکي کې ونه کړي.

انسان د دغه ډول مطلقه شاهي او ظالمانه نظامونو په خلاف ډېره قرباني ورکړه؛ ترڅو دا حق ترلاسه کړي او د خپل ځان او خاورې د خلکو لپاره پخپله خوښه حکومت جوړ کړي.

معاصر جمهوري نظامونه لمړی په امریکا او اروپا کې مینځ ته راغلل او بیا نور هېوادونو ترې هم برخمن اوګټمن شول.

په اروپا کې خلک د مطلقه شاهي نظامونو تر څنګ د تحریف شوي عیسوي نظام نه چې پاپانو پرې مسلط کړی و سخت پتنګ شول او ددې دواړو نه د خلاصون لپاره یې مبارزه پیل کړه؛ چې په پایله کې د فرانسې لوی انقلاب رامینځته شو او هر څه یې په اروپا او نړۍ کې بدل کړل.

په دې وخت کې بیا په افغانستان او نورو آسیایي هېوادونو کې مطلقه شاهي نظام خپلې ریښې مضبوطولې.
په افغانستان کې خلکو د خپلو اساسي حقونو ترلاسه کولو لپاره د شاه او شاهي نظامونو په خلاف پاڅونونه کړي دي.

څرنګه چې په افغانستان کې د عامو خلکو دین په خلاف د اروپا او امریکا د اسلام سپیڅلی دین دی. دلته خلکو او حکومتونو په ګډه دې ارزښت ته په احترام کتلي او ددین په خلاف یې بیا هېڅ ډول مبارزه نه ده کړې؛
ځکه چې دلته له یو پلوه ټول خلک د اسلام دین کلک پیروان دي او له بل پلوه هر افغان د اسلام دین خپل ځان لپاره ددین او دنیا د کامیابۍ لار ګڼي. دلته د اسلام دین د یوې خاصې ملکیت نه دی.
اسلام دین د نورو ادیانو پرتله د خپلو شخصي ګټو لپاره نه دی تحریف شوی؛خو په اروپا کې بیا دین يوې خاصې مذهبي ډلې خپل شخصي حق ګڼلو او د ځان د ګټو لپاره یې تحریف کړی و او پاپانو به خلکو ته د ګناهونو معافولو او جنت ته د تګ ټکټونه ورکول.

په افغانستان کې بیا د جمهوری نظام تر څنګ دین مهم او اساسي ګڼل کېږي،او هېڅوک نه شي کولای چې داسې قوانین جوړ کړي، چې د اسلام سپېڅلي دین له احکامو سره په ټکر کې وي.

په اروپایي او د امریکا په جمهوري نظامونو کې خلک دا حق لري چې د رایو ورکولو په اساس چې هر ډول قانون، که ددین خلاف هم وي جوړوي او په خلکو یې پلی کوي؛خو دلته بیا د اساسي قانون د حکمونو په بنسټ، هیڅوک دا حق نه لري چې د اسلام دین د احکامو مخالف قوانین تصویب او عملي کړي.

لنډه داچې د افغانستان اکثریت خلک دینداره دي او هېڅ وخت هغه ډول جمهوري نظام نه غواړي کوم چې په نورو غیر دیني هېوادونو کې رایج دی.

په افغانستان کې د جمهوري نظام سره اسلام هم مهم او اساسي ګڼل کېږي. همدغه ډول اسلامي جمهوري نظام چې اوس یې مونږ خاوندان یو، زمونږ د هېواد او ټولنې د پرمختګ او تنظیم لپاره کامیاب او ځواب ویونکی دی.
بل هر نظام که هغه د طالبانو لخوا جوړ شوی امارت وي یا شاهي مطلقه یا مشروطه وي د ددې خاورې او عصر ځواب ویونکی نه دی.

اسلامي جمهوري نظام د دې هېواد د وګړو دیني ارزښتونو پالنې ترڅنګ د جمهوري نظام هغه ارزښتونه چې د اسلام له دین سره په ټکر کې نه دي ساتنه هم کوي.
د اسلامي جمهوري نظام حکومتونه د افغانانو د ارادې په اساس مینځ ته راځي. افغانان د خپلو استازو په مرسته له خپل حکومت څخه د پوښتنې حق لري او هم یې آزادي تر پښو لاندې نه کېږي.
په اسلامي جمهوري نظام کې خلک د خپل نظر څرګندولو او معلوماتو ته د لاس رسي قانوني حق لري؛خو برعکس بیا په امارت کې چې د یو خاصې ډلې لخوا جوړ شوی نظام دی، په کې چاته دا حق نه ورکول کېږي چې ددوی نه دې پوښتنه وشي او دوی دې هم په آزاده توګه ملت ته ځواب وواي. دوی د خپلې خوښې قانون د کېبل په زور په خلکو مني او حتی خلکو ته د وېښتو جوړولو د دیزاین حق هم نه درکوي او په لاس کې قیچي نیولي وي تر څو د سړک په غاړه دې په سر کې لارې باسي.

اوس زمونږ افغانانو لپاره دا وخت رارسېدلی، چې د خپل راتلونکي په اړه سمه فیصله وکړو او د اسلامي جمهوري نظام د پایښت او ملاتړ غږ په زغرده سره پورته کړو؛ کچېرته داسې مو ونه کړل نو بیا به د پښېمانۍ وخت هم ونه موندو او دومره به شاته ولوېږو چې د راپورته کېدو وړتیا به مو نه په پښو کې او نه هم په فکر کې پاتې وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.