خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان لارجوردو لار له کراچۍ بندر پرته له اروپایي هېوادونو سره تر ټولو اسانه، ارزانه او خوندي لار بلل کیږي
د لاجوردو سوداګریزې لارې څو عمده ګټې:
١: افغانستان د اروپا بازارونو ته مستقیمه لار پیدا کوي.
د لاجوردو لار د افغانستان سوداګریز توکي اروپایي سرحدونو ته په کمه موده او ١٥ ورځو کې رسولی شي په داسې حال کې چې د کراچۍ بندر نه په ډېرو ستونزو سوداګریز توکي اروپا ته په ډېرو ستونزو ځي، ان ځیني وختونه تازه کرنیز حاصلات هم د خرابېدو ګواښ سره مخ وي.
٢: د لېږد را لېږد لګښت
د لاجوردو له لارې اروپا ته د سوداګریزو توکو لېږد چې په کمو ورځو کې صورت ونیسي، په همغه اندازه به کم لګښت هم ولري، د کراچۍ بندر په پرتله د لاجوردو په لار توکي د اروپا تر سرحدونو ژر نه رسیږي په هماغه کچه یې لګښت هم زیات راځي.
٣: سیمه اییزه همکاري او همغږي پیاوړي کوي
د افغانستان او سیمې هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې او همکارۍ پراخوي او د سوداګرۍ برخه کې په ګډه سره کولی شي د سیمې هېوادونو سره ستونزې حل کړي، همغږي را منځتخ کوي او د بېلا بېلو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو ته د پانګونې لپاره زمینې برابروي.
٤: افغانستان له ټرانزیټي انحصار او اړمنتوب ژغوري.
د لاجوردو لار به افغانستان د پاکستان له اړمنتوبه خلاصه کړي، د پاکستان له لوري وخت نا وخت د سوداګریزو لارو او بندرونو تړل کېدو له امله د افغانستان سوداګریز توکي خرابیږي او پاکستان په خپله خوښه لارې خلاصوي او بندوي، چې د لاجوردو د لارې په برکت به افغانستان پاکستان ته اړمنتوب خلاص شي.
٥: په لار کې د پرتو سیمو وګړو ته د کار زمینه برابریږي او اقتصادي خوځښت را منځ ته کوي
د اروپا تر سرحدونو پورې د لاجوردو د لارې په اوږدو کې به د هرې پرتې سیمې خلکو ته د کار زمینه برابره شي، په سیمه کې به اقتصادي خوځښت را منځته شي او پانګه وال به تشویق شي چې پانګونه وکړي.