The news is by your side.

د شخصي ګټو ژغورلو ائتلاف

ليکوال : هدايت الله پکتين

تیره پنجشنبه یو شمیر سیاسي څیرو، جهادي قومندانانو، د تېر او اوسني حکومت لوړ پوړو چارواکو په کابل کې د افغانستان ژغورنې لوى ائتلاف اعلان وکړ، د دوى په وینا د افغانستان خلک له ناامنیو، بیوزلۍ، قومي او ژبنیو توپیرونو سره لاس او ګریوان دي او دغه ستونزې ورځ تر بلې په زیاتیدو دي، مونږ غواړو یادو ستونزو ته د پای ټکی کیږدو، د یاد ایتلاف غړو ځانونه د افغانستان ژغورلو پرښتې یادولې، نو اوس پوښتنه دلته پیدا کېږي چې تر کومه بریده د دوى ګړنې او شعارونه سره ورته دي؟

د دغه ایتلاف غړي زیاتره هغه خلک دي چې د افغانستان څلویښت کلن سیاسي یون کې یې فعاله ونډه درلوده، دوى هغه خلک دي چې په یادو کلونو کې افغانانو ته هر اړخیزې ازموینې ورکړي.

دوى هغه خلک دي چې افغانستان یې په شلمه او یویشتمه پېړۍ کې د سیالانو له سیالۍ پاتې کړ.

دوى افغانانو او د افغانستان په وجود داسې داغونه پريښودي چې څو پېړۍ به یې شرم سره یادونه کوي، تاریخ يې په داسې نومونو یادوي چې افغانان او مسلمان پرې شرمیږي.

دوى زمونږ د تاریخ هغه توره برخه جوړوي چې له مونږ څخه یې ملي او دیني ارزښتونه واخیستل.

دوى هغه خلک دي چې د کابل هر کونج یې د بې رحمۍ کيسې بیانوي.

دوى هغه چورواکي دي چې د بهرنیو مرستو ترڅنګ يې  دولتي ځمکې هم چور کړي.

دوى هغه غلامان دي چې د افغانستان د هر دښمن غلامي یې قبوله کړې.

دوى شخصي موخو ته د رسیدو لپاره تل د افغانانو له سپیڅلو احساساتو څخه ګټه پورته کړې او هغه یې قربانۍ ته وړاندې کړي، له دا ډول خلکو څنګه د ژغورلو تمه وشي؟

دوى یو ځل نه، بلکې بار بار افغانان غولولي، یو ځل بیا دوى په داسې حال کې د ایتلاف نارې پورته کوي چې شخصي ګټو ته یې زیان پیښ شوى، هغه د غلاوو چېنو د وچیدو اوازې یې اوریدلي او د حساب او کتاب زنګ په شرنګیدو راغلى.

د دغه ایتلاف غړو اساسي ستونزې په لاندې ډول دي:

څوک له واکه شړل شوي،

څوک په غلا نیول شوي،

چا ته قراردادونه ندي ورکړل شوي،

څوک په قدرت کې د غلا جرت نشي کولى او یو څوک لنډغري نشي کولى.

د دوى د راټولیدلو موخې دغه دي، د افغانستان ژغورنه يواځې د دوى شعار ده نه عمل، که مونږه یو ځل د بهرنیانو له راتګ څخه وړاندې د دوى ژوند ته نظر واچوو راته جوته به شي چې دوى سرمایه څومره او د دوى ژوند بڼه څه ډول وه، او د بهرنیانو له راتګ څخه وروسته دوى څه ډول شول؟

د غرونو له ګیدړانو څخه  څنګه د ښار شهزادګان جوړ شول؟

هغه غریب قوماندان څه ډول میلیونر شو؟

د مسکو غلام څه وخت خان شو او د افغانانو غم ورسره پیدا شو؟

دا هر څه دوى د خپلې وړتیا په ترڅ کې نه دي ترلاسه کړي، بلکې دا هغه مرستې وې چې نړیوالې ټولنې افغانانو سره کړې وې، دوى یادې مرستې خپلو کې سره وویشلې او افغانانو چې د سوکاله ژوند لپاره یې هیلې درلودې، د دوى له لاسه له منځه ولاړې.

دوى میلیاردونه ډالر له هیواد څخه بهر نورو هیوادونو ته ولیږدول، همدغه جنابانو لومړى چور په خپله پیل کړ، چې د افغانستان هرې برخې څخه د دوى غصب او چور ځواب تر لاسه کولى شئ، دوى په تیر او اوسني دولت کې لوړې چوکۍ درلودې او اوس هم ورسره دي، دوى دغه ملت ته څه وکړل، اوس هغه پخوانى ملت نه ده چې  د دوى شومو موخو لپاره ځانونه قربانیو ته وړاندې کړي، اوس دا ملت د غلو او خاینانو هره کړنه څاري.