تېره میاشت ٢٠٠ سرتېري شهیدان شوي؛ خو د طالبانو مرګ ژوبله له دې هم لوړه ده
خبریال وېب پاڼه/ امنیتي سرچینې وایي، قطر کې د سولې مذاکراتو له پیلېدو را وروسته په تېره یوه میاشتې کې طالبانو سره په جګړه کې ٢٠٠ سرتېري شهیدان شوي دي.
د شهیدو شویو سرتېرو دا شمېره په قطر کې د بین الافغاني مذاکرو له پرانیستې را وروسته ثبت شوې، چې له هماغې مودې په افغانستان کې د افغان سرتېرو او طالبانو جګړه سخته شوې ده.
د ملي دفاع وزارت هم په نښتو کې د افغان سرتېرو تلفات مني او وایي چې له بده مرغه د وروستیو اوونیو نښتو کې افغان سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د طالبانو مرګ ژوبله بیا له افغان سرتېرو هم ډېره لوړه ښیي.
د طالبانو بریدونو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، طالبان د تېر په څېر لا هم د ملکیانو ژوند ته پاملرنه نه کوي.
د وژل شویو طالبانو شمېر په تېرو اوونیو کې ١٩٠ وه، خو په هلمند کې د افغان سرتېرو سره جګړه کې د پاکستانیانو په ګډون لسګونه طالبان وژل شوي چې د افغان سرتېرو نه یې مرګ ژوبله او تلفات څو برابره زیات دي. چې یوازې په هلمند کې نږدې تر دوه سوو طالبان وژل شوي.
پوځي کار پوهان وایي، افغان سرتېري نه باید د افغانانو د خپل منځي خبرو درشل کې د طالبانو خاطر وکړي، دا چې طالبانو د مذاکراتو پیلېدو درشل کې بریدونه زیات کړي او افغان سرتېري نه باید دومره مرګ ژوبله وزغمي، باید له دې هم یرغلیز بریدونه پر طالبانو زیات کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې زیږدیزې میاشتې په دوولسمه نېټهد قطر پلازمېنې دوحه کې د افغانانوخپل منځي خبرو پیل سره سم په افغانستان کې د طالبانو بریدونه او جګړه زیاته شوه.
روانه اوونۍ په هلمند ولایت کې د طالبانو له لوري درانه بریدونه شوي، افغان امنیتي ځواکونو یې پر وړاندې کلک مقاومت کړی چې په مخامخ جګړه او هوایي بریدونو کې څه باندې ١٧٠ ډېر طالبان وژل شوي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.