The news is by your side.

د هلمند جګړه اییزو سیمو کې امنیتي ځواکونو بېرته پوستې ځای پر ځای کړې

خبریال وېب پاڼه/ د هلمند ولایت په هغو سیمو کې چې له څو ورځو را وړاندې په کې سختې جګړې وشوې او لا هم دوام لري، د طالبانو او ولسي خلکو له لوري پوستې تخریب او له منځه وړل شوې وې، چې بېرته د امنیتي ځواکونو له لوري پوستې واچول شوې.

د هلمند ولایت مقام په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د نادعلې ولسوالۍ په اوږدو کې پنځه نوې پوستې ځای پر ځای کړې او همدا راز د لښکر ګاه لوري نهد عملیاتو په ترڅ کې پر ٦٠١ شهرا باندې څلور نوې پوستې ځای پر ځای شوې.

د هلمند د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هوایي چورلکو په همکارۍ، پر نادعلې ولسوالۍ په باباجي سیمې او ٦٠١ شهرا باندې عملیات پیل کړي دي.

د هلمند ولایت مقام په خبر پاڼه کې زیاته کړې، چې په نادعلې او سنګین ولسوالیو، ٦٠١ شهرا او بابا جي سیمو کې د هوایي او ځمکنیو علمیاتو په ترڅ کې ٢٣ طالبان وژل شوي دي او شپږ ټپیان دي او څلور عرادې وسلې موټرونه او وسلې یې هم له منځه تللي دي.

د هلمند پر مرکز لښکر ګاه ښار هم د طالبانو برید پر شا وتنبول شو او امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

اوس مهال امنیتي ځواکونه هلمند کې پر تصفیوي عملیاتو بوخت دي او هغو سیمو کې یې چې شاه تګ کړی د بیا نیول په تایبا کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو را هیسې هلمند کې جګړه دومره سخته شوې، چې د ښار تر څنډو را رسېدلې او د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې طالبانو او ولسي خلکو د امنیتي ځواکونو پوستې ورانې کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.